×

په درخت دانش کتابتون کې غږیز کتابونه!

موږ د خوښۍ احساس کوو چې په درخت دانش کتابتون کې د غږيزو کتابونو له شتون څخه تاسې خبروو. دا په افغانستان کې په فارسي ژبه لومړني غږيز کتابونه دي! زموږ د ټولو سرچینو په څېر، دا غږیز کتابونه هم د اورېدلو، ښکته کولو او شریکولو لپاره وړیا دي. موږ د خپلو غږیزو کتابونو په ټولګه کې د ماشومانو لپاره ځینې عنوانونه لرو، لکه "رویا او سوی" چې لیکواله یې نیلوفر هاشمي، انځورګر یی استاد سید بصیر هاشممي او د عبدالرحیم احمد پرواني په غږ ویل شوي او د وحید صوتي مرکز لخوا ثبت شوی دی. دا کیسه په اصل کې زموږ د شریک (ملګرې اداره) په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې موسسې - افغانستان لخوا خپره شوې وه. دا کیسه د یوه کلي د ماشومانو په هکله ده چې نورو ژونديو مخلوقاتو ته نږدې لوی شوي دي. دې زړه راښکونکې کیسې ته غوږ ونیسئ چې دوی څنګه د ژوند ځینې مهم مهارتونه زده کړي: https://ddl.af/fa/resource/8725

په درخت دانش کتابتون کې د غږیزو کتابونو د موندلو لپاره د لټون په خانه کې (غږیز) ولیکئ؛ نو ټولې غږیزې سرچینې په شمول د غږیزو کتابونو به په اصلي پاڼه کې ښکاره شي. موږ به د درخت دانش کتابتون ټولنه د نویو غږیزو کتابونو د اضافه کېدو په هکله په شمول د نورو ژبو کې باخبر ساتو.