×

د ژوند مهارتونو لارښود، د حفظ الصحې څپرکي په درلودلو سره په کتابتون کې خپور شو

افغانستان لولي! (Afghanistan Reads!) د لویانو لپاره د لیک- لوست یا سواد آموزۍ یو پروګرام دی چې د کاناډا مېرمنو لخوا د افغانو مېرمنو لپاره د موسسې لخوا په ټول افغانستان کې په لاره اچول کېږي. دې پروګرام ډالۍ هم ترلاسه کړې ده. د لیک - لوست د زده کړې د یوه کال په اوږدو کې، زده کوونکې د خپلو درسونو ترڅنګ د ژوند د مهارتونو کورس هم بشپړوي، لکه: روغتیا، حفظ الصحه، تغذیه، د ماشوم وده، لومړنۍ مرستې او نور ډېر څه. د لومړي ځل لپاره، د لسو رنګه نقاشي شویو څپرکو لرونکی د ژوند مهارتونو لارښود کوم چې د سواد آموزۍ په پروګرام کې کارول کېږي، د هر چا لپاره چې د لوست سره مینه لري او د موسساتو لپاره چې غواړي دا په بشپړ ډول او یا د ځانګړيو موضوعاتو لپاره په خپلو پروګرامونو کې وکاروي، په درخت دانش پرلیکه کتابتون کې خپور شوی دی. د بېلګې په توګه، د لارښود حفظ الصحې څپرکی د ویروس د مخنیوي لپاره اړوند موضوعات لري او ممکن د هغو سازمانونو لپاره ګټور وي کوم چې صحي معلوماتو ته اړتیا لري؛ ترڅو په هغه ټولنو کې چې دوی کار کوي؛ ووېشي.

دا لارښود تر CC-BY-NC جواز (لایسنس) لاندې خپور شوی، پدې معنی چې دا د شریکولو، کاپي کولو، توزېع کولو او د غیر تجارتي اهدافو لپاره د تعدیلولو اجازه ورکوي. تاسو کولای شی د ژوند د مهارتونو لارښود په انګرېزي، فارسي او پښتو ژبو باندې له لاندې لېنکونو څخه وګورئ او یا یې راښکته کړی.

فارسي:  https://ddl.af/fa/resource/9494

پښتو: https://ddl.af/ps/resource/9496

انګرېزي: https://ddl.af/en/resource/9492

 

د ښځو د حقونو په اړه مرستندویه لارښود هم زموږ په کتابتون کې په انګرېزي، فارسي او پښتو ژبو باندې شتون لري.

فارسي:  https://ddl.af/fa/resource/9495

پښتو: https://ddl.af/ps/resource/9497

انګرېزي: https://ddl.af/en/resource/9493