×

په کندهار کې د پرانیستو ښوونیزو سرچینو (Open Educational Resources - OER) روزنه

د ماشومانو ملاتړ نړیوالې موسسې (Save the Children - SCI) په ملګرتیا سره، د درخت دانش کتابتون غړو په کندهار کې د پرانیستو ښوونیزو سرچینو د کارولو، شریکولو او جوړولو ورکشاپ دایر کړ. د دې ورکشاپ پیل په ښوونه او روزنه کې د تدریسي او زده کړه ايزو موادو په نقش باندې په بیاکتنې سره وشو او بیا ښوونکو ته د پرانیستو ښوونیزو سرچینو مفکورو او ښوونیزو سرچینو ته د پرانیستي جواز لکه کریټیو کامنز جوازونه وپېژندل شول. وروسته ښوونکو ته لارښوونه وشوه چې څنګه د درخت دانش کتابتون په کارولو سره پرانیستې ښوونیزې سرچینې ومومي او وکاروي. بیا په درخت دانش پرلیکه کتابتون کې د اړونده سرچینو لټولو عملي روزنه او تمرین هم ترسره شو او د تل په څېر، ګډون کوونکي دې ته وهڅول شول؛ ترڅو خپلې چمتو شوې سرچینې یاد کتابتون ته پورته کړي؛ څو نور ښوونکي ترېنه ګټه پورته کړي. د ماشومانو ملاتړ نړیوالې موسسې په کندهار عالی دارالمعلمین کې د سرچینو یو مرکز جوړ کړی چې پکې کمپیوټرونه او موډیمونه شتون لري؛ ترڅو ښوونکي وکولای شي له هغې څخه درخت دانش آفلاین (پرته له انټرنټ) کتابتون ته لاسرسی ولري.