×

ګردې او د هغو ناروغي


 

 تاسو دوه ګردې لرۍ. هغه د لوبیا شکل لري او نږدې د یوه موټي په اندازه دي، ستاسو د شا په منځنۍ برخه کې د ملا د تیر ښۍ او کیڼې خوا ته موقعیت لري. اصلي دنده یې د اضافي اوبو او د وینې د ضایعاتو تصفیه او د ادرار جوړول دي. همدارنګه ستاسو د وینې د فشار په کنټرول کې مرسته کوي او هغه هورمونونه چې د بدن د روغتیا لپاره اړین دي تولیدوي. د ګردې ناروغي په دې مانا ده چې ګردې زیان لیدلی او نه شي کولای وینه په سمه توګه تصفیه کړي. دغه ستونزه کولای شي د انسان په وجود کې نورې ستونزې رامنځته کړي کوم چې ستاسو روغتیا له ګواښ سره مخ کوي.

Translator

Afghan Translation Association

License

CC BY / CC BY-SA

Download  Glossary

Please login to download this resource.

Comments

0 comment(s) so far

Please login to add comments.