×

دخوشحال په راتګ سره په پښتو ادبیاتوکې نوښتونه


 

 

سریزه

دپښتو ادبیاتوپه منځنې دوره کې دپښتو ادب بڼ کې داسې ګلان را وټوکېدل چې خوشبو یی  دپښتو ادب لمن داسې معطره کړه چې په تاریخ کې یې ساری نه لېدل کېږي په دغو ګلانو کې یوهم خوشحال خان خټک وو چې په راتګ سره په پښتو ادب کې یو ستر انقلاب راغی.داچې دخوشحال په راتګ سره په پښتو ادب کې په شکلي اوموضوعي لحاظ څه نوښتونه راغلل.او ایاپښتو ادب ورسره څومره پرختګ وکړ؟ایاپښتو ادب ترخوشحال دمخه څه لرل اوکنه ؟او که لرل یې ترکومې اندازې په معیاري اصول برابر وه؟دا او دې ته ورته نورو پوښتنوته به انشاالله په دغه څېړنېزه مقاله کې ځواب وویل شی.

دنړۍ دنورو ژبو په څېر پښتو ژبه هم په خپله لمنه کې دادبیاتو پراخ لیکلی اونالیکلي اثار لري دتاریخ اوږد مزل یې وهلی او تر اوسنۍ بڼې رارسیدلی دي.کله دنور ژبو اثر پرې لویدلی اوکله یې نورو ژبو ته دژباړې له لارې اثار ورکړي داجوته ده چې دنړۍ هېڅ یوه ژبه  په خپل اصلي حالت نه پاتې کېږي  په شکلي او موضوعي لحاظ دنور ژبو تر تاثر لاندې راځي په لومړي سرکې هر ژبه په اصطلاح باکره وي خو دتاریخ په اوږدو کې پراختیا اوپرمختیا مومي چې یو له دغو ژبو څخه دپښتو ژبه هم ده دپښتو ادبیاتو په لرغونې ادبي دوره کې زموږ سره څو دګوتو په شمار اثار تر سترګو کېږی په یادو اثارو کې که څه هم په موضوعي او شکلي لحاظ دژبې اره بڼه او دمنځپانګې له مخې عرفاني او دوطن دوستۍ موضوعات لېدل کېږي،ځای نیم ځای دیني موضوعات هم په خپله لمنه کې رانغاړي خو تر دې هاخوا نور څه نه ترسترګو کېږي (مومند،۱۳۸۵،ص،۵۳۳).

خو دپښتو ادبیاتو په منځنۍ ادبي دوره کې پښتو ادب دپام وړ پراختیا او پرمختیا یااوړون اوبدلون لیدلی.روښان پیر او اخوند درویزه دتصوف ځانګړی باب پرانیست ‎،دپيرۍ او مریدۍ سلسله جاري شوه،روښان پیر دخپلې تصوفي طرېقې داشاعت لپاره بېلابېل اثار ولیکل چې یوله دغو اثارو څخه خیرالبیان دی،که څه هم خیرالبیان یو دیني کتاب دی او دشعریت او ادب تومنه په کې نه لېدل کېږي خو په شکلي لحاظ دپښتو دادب په هسک دمسجع نثر لومړۍ نمونه ده.اخوند درویزه هم چې دروښان پیر ستر مخالف وو دخیرالبیان پر ضد یې مخزن الاسلام په مسجع نثر ولیکلو دیاد اثر ژبه هم مقفي اوله تصنعه ډکه ژبه ده چې په اسانه ورباندې پوهېدل دهرچاله توانه نه دي (زېور،۱۳۸۹،ص،۱۵۷).

وایې لیکوال خپلې پنځونې دځان لپاره نه بلکې دټولنې لپاره کوي خو داچې داثر ژبه دومره کروړه او له تکلفه ډکه وي چې حتې لوستې طبقه پرې نه پوهېږي نودلته یو بنسټیز بدلون ته اړتیا پښېږي ترڅو داسې عام فهمه ژبه رامنځته شي چې دهرچا دسویې سره برابر وي.په همدې منځنۍ دوره کې دپښتو ادب پرهسک داسې ستوری وځلید چې دغو ټولو ستونزو ته یې اوږه ورکړه او دپښتو ژبې او ادب ټول تیاره کنجونه یې داسې روښانه کړه چې په تاریخ کې یې ساری نه لېدل کېږي.داستر شخصیت خوشحال خان خټک وو چې دګاونډیو ژبو پوره پوره مطالعه یې کړې وه. دی پوهېده په تېر کې چې کوم اثار په پښتو ژبه لیکل شوي په موضوعي او شکلي لحاظ دنیمګړتیاوو څخه خالي نه دي هماغه وو چې خپلې مټې یې راونغاړلې او ددې تشې دډکولو په هڅه کې شو.موږ به لومړی په شکلي لحاظ دخوشحال په راتګ سره پښتو ادبیاتو ته ورپیښ شویو بدلونه تر څېړنې او کتې لاندې ونیسو او ورپسې به په موضوعي لحاظ دخوشحال داثارو په منځپانګه باندې په لنډه توګه رڼاواچوو.

لومړی دبڼې له مخې

لکه څرنګه چې مو دمخه یادونه وکړه دخیرالبیان او مخزن الاسلام ژبه له تکلف اوتصنعه ډکه ژبه وه چې پوهېدل ورباندې اسانه نه وو اوهرچاترې مفاهیم اوموضوعات نشو راویستلی لومړی ګام چې خوشحال واخیست هغه دا وو چې  دداسې ژبې بنسټ کېږدي چې دهرچا دسویې اوفهم سره برابرښت ولري.نوموړي دمسجع نثر پرځای ساده اومرسل نثر رایج کړ.مرسل نثر هغه نثر ته وایې چې ژبه یې ساده اودعام فهمه وي.

خوشحال خپل ټول اثار پرساده او سلیس نثر ولیکل که څه هم دعربي او پارسی ژبې اغېزه ورباندې له ورایه ښکاري خو داچې دنړۍ هېڅ ژبه په ځانته توګه ټول مفاهیم نشي رانغاړلی،په ګرامري اوژبنېره توګه باید دنورو ژبو دلغاتو څخه پور وکړي که هغه په مستعار، اره بڼه او یاهم په مفغن شوې بڼه وي،خوشحال هم مجبور وو چې ځای نیم ځای علمي اصطلاحات اویاهم دپردیو ژبو لغات په خپلو لیکنو کې وکاروي (همکار،۱۳۸۸،ص،۲).

خوشحال که په دستارنامه کې دخپلو افکارو داثبات لپاره دعربي ژبې مقولې اویاهم دپارسي ژبې دشعراوو شعرونه راوړي داددې مانا نه لري چې ګنې خوشحال داکار دځان ښودنې اودخپل شخصیت دلوړ ښودلو لپاره کړی بلکې دهغه وخت پر ښوونیز بهیر دملا او مدرسې ژبه حاکمه وه،له هماغه وخت نه تر اوسه په جوماتونو کې دعربي ژبې ترڅنګ دمصلح الدین سعدي ګلستان او بوستان یادحافظ شیرازي دېوان لوستل کېږي نو خوشحال ته هم ستونزمنه وه چې په یوځل دژبې ټول شکل ته تغیر ورکړي په ورو ورو یې په خپلو اثارو کې دنورو ژبو دلغاتو اوګرامري ترکیبونو څخه مخنیوی وکړ او دیوه ساده او روان نثر بنسټ یې کېښود( خټک،۱۳۹۱،ص،۹۲).

دپښتو ادب په لرغوني اومنځنۍ دورو کې که څه هم دغزل ژانر ترسترګو کېږي او موږ دپښتو لومړۍ غزل په اکبر زمینداوري پورې تړو خو هغه اصول اوپرنسیپونه چې دغزل دچوکاټ لپاره ټاکل شوي دي په یادو غزلونو کې نه لېدل کېږي.په لرغونې دوره کې که غزل لیکل شوی په غیری شعوري ډول یې له دغه چوکاټ سره سمون ښودلی یعنې شاعر قصدا نه دي غوښتي چې غزل دې دغزل په چوکاټ کې ولیکي.همدارنګه دمنځنۍ دورې په لومړي پړاو کې دپیرروښان او اخوند درویزه پلویانو دخپلو تصوفي طرېقو دخپرولو لپاره دغزل نورمونونه ترموضوع قربان کړي دی دهغوی یواځېنۍ موخه داوه چې دخپلې تصوفي طرېقې مقامات  او اصول خلکو ته ورسوي (همکار،۱۳۸۸،ص،۱۲۳).

ښکاره  چې شعر ترترنثر ژر په ذهن کې کېني نو دروښان پیر او اخونده درویزه مریدانو دهمدې موخې لپاره چې خپله طرېقه په اسانۍ سره نورو ته انتقال کړي دشعر لمنه ونېوله.ددوی په شعرونو کې دشعریت تومنه نه ترسترګو کېږي لنډه داچې شعریت یې ترموضوع قربان کړی.کله چې دخوشحال دور رارسېږي پښتو غزل داسې رنګارنګي پیدا کوي چې حتی ساری یې د اردو او پارسې ژبو په ادبي اثارو کې هم په ندرت سره لېدل کېږي.خوشحال درومانتیزم دفلسفې په پیروۍ دپښتو غزل تر داسې برېده ورسوله چې دژبنۍ بڼې او شعریت ټولې ځانګړتیاوې یې لرلې (هېوادمل،۱۳۷۹،ص،۸۰).

خان هغه ټول اصول چې دشعر لپاره ټاکل شوي دي په نظر کې ونېول هغه دافلاطون دې نظریې ته چې په آهنګینه ژبه دخیال اوعاطفې فکري تړون ته شعر وایي وسعت ورکړ.دخان ددور په ټاکل شویو اصولو کې یو اصل  داهم وو چې دشعر لپاره وزن اوقافیه اړین توکي بلل کېده،که څه هم په اوسنیو ادبیاتو کې دشعر لپاره وزن اوقافیه اړین توکي نه بلل کېږي چې ښه بېلګه یې دازاد شعر شعري فورم دی چې هېڅ ډول قافیه نه لري او وزن ته یې هم پاملرنه نه کېږي که په لنډه توګه ووایو هرهغه کلام چې که هغه نثر او یاهم نثر وي چې په خپله غېږ کې خیال،عاطفه،مفکوره او آهنګ ولري شعر بلل کېږی.خو خان دنظم دهر ژانر ټول اصول په نظر کې ونیول. دقافیې ټول ټاکل شوي اصول که د ردف او روی او یاهم دقافیې دډولونو په اړه وه مراعت کړل .په روي او ردف کې یې دقافیې دتورو اوازونو تشخیص کړل او هر اواز یې په جدا جدا توګه مراعت کړ،هغه فونیمونه چې دقافیې په کلمو کې داخلال او ساه ایز بندښت سبب ګرځی راوویستل او دایې جوته کړه چې که څه هم ځینې تورې په ګرافیمیکه توګه سره ورته دی خو په فونیمکه توګه سره بېلابېل غږونه لري(همکار،۱۳۸۷،ص،۳۰).

که دبیلګې په توګه دعبدالرحمن بابا یوبیت تر کتنې لاندې نیسو.

لکه ســــــــحر چې برپاکا         سحرګراوجـــــــادوګر

لکه تش صورت بې روحه        چې تصویر کا مصور (بېنوا،۱۳۶۲،ص،۴۹)

په پورته مثال کې جادوګر او مصور دقافیې کلمې دي ګورو چې دجادوګر په کلمه کې دګر په سیلاب کې دګر حرکت زبر دی او دمصور په کلمه کې د ور په سیلاب کې د دواو حرکت زیر دی په دې صورت کې هغه تعریف چې دقافیې لپاره ټاکل شوی یعنې دقافیې کلمې هغه کلمې دي چې ددورونو یامسرو په اخر کې راځي او باید په خپلو کې لازمه هماهنګي ولري.په پورته بیت کې دااصل  له پامه غورځول شوی دی او دا دواړه کلمې سره لازمه هماهنګي نه لري او په اصطلاح یو ډول کراهت لري خوشحال بابا داتشه راډکه او وروستي لیکوالان اوشاعران یې ورته متوجه کړل (بېنوا،۱۳۲۶،ص، ۴۹)

خان نه یواخې غزل ته پراختیا اوپرمخیتا ورکړه هغه په همدې ډول دشرقي ادب ټول ژانرونه لکه قصیده،مثلث،مربع،مخمس،مسدس،مسبع ،مثمن،معشر،ترجیح بند،ترکیب بند،مستزاد اوټول بدیعی صنایع پښتو ادبت ته وردننه کړل.په پورته ټولو ادبي فورمونو کې یې دخپل خیال نیلی وځغلاوه په ځانګړي توګه هغه په پښتو قصېده کې دقصېدې له پنځو برخو څخه یوه برخه وغورځوله او دابرخه یې دپښتونو دمزاج سره برابره نه بلله هغه په دې ګروهه (عقېده) وو چې شعر باید دشعر لپاره ولیکل شي نه دشخصي اومالي ګټو لپاره.تر خوشحال دمخه اویاهم دخوشحال په زمانه کې دعربي اوپارسي قصېدې داپنځه برخې لرلې چې عبارت دي له تشبیب چې عموماپه کې دطبیعت ستاینه کېږي ترتشبیب وروسته اصلي موضوع راځي چې شاعر په کې خپل ممدوح ستایی تر دې برخې وروسته یو یادوه بیته راځي چې ګریز ورته وایی عموما په دې برخې کې شاعر له خپلې اصلي موضوع څخه راګرځي او له خپل ممدوح څخه دهنریت اوشعریت په ژبه دیوڅه پیسو او یامالیاتو غوښتنه کوي او اخري برخې ته یې دعایه وایي چې شاعر په کې دخپل ممدوح لپاره دعا کوي(همکار،۱۳۸۹،ص،۱۵۹).

دې ډول قصېدو په عربي او پارسي ادب کې خپلې وزرې غوړولې وې خو خوشحال چې دتورې او قلم دواړو څښتن وو داخبره یې په مزاج ښه نه لږیده چې دکوم چاپه ستاینه هغه هم دکوم چاروکي په ستاینه کې دې قصېدي ووایی اوله هغه څخه دي ددرهمو او دینارو غوښتنه وکړي په نتېجه کې هغه دپښتو قصېدې څخه دخواست یاغوښتنې برخه وغورځوله او پښتو قصېدې ته یې یو نوی رنګ ورکړ.(مومند،۱۳۸۵،صفحات،۱۳۳،۱۳۴)

 

دوهم:دمنځپانګې له مخې

دخان په اثارو کې هرډول عشقي،اجتماعي،سیاسي،فلسفي،علمي،عرفاني،تربیوي،انتقادي،انترپالوجیک،مذهبي،طبي،جغرافیوي،دیالیکتیکي،نجومي ،هزلیات او نور موضوعات شتون لري چې تر خپل توان به پرې رڼاواچوو.

ترخوشحال دمخه پښتو غزل یواځې صوفیانه اوعشقي خیالاتو ته وقف شوې وو خان دکلام پرنورو ډولونو سربېره غزل هم دبېلابېلو خیالاتو دڅرګندولو لپاره وسېله وګرځوله.هغه په موضوعي لحاظ غزل دخال اوزلفو له منګلو خلاصه اوپه کې یې دژوند ټولې خواوې انځور کړې.اجتماعي،اخلاقي،دیني،عشقي،حماسي،عرفاني،تصوفي،تربیوي،مذهبي اونور بېلابېل موضوعات یې دغزل په چوکاټ کې راوستل.دخوشحال دزمانې نه مخکې به غزل له مطلع نه تر مقطع پورې ټول په یوه موضوع راڅرخېده خوشحال داسرحدونه مات کړل او ویل به یې چې دغزل هریو بیت ځانته پادشاه دی او موږ کولای شو یوه لویه موضوع حتی په یوه بیت کې راونغاړو اوپه بل بیت کې یوه بله موضوع(شاولي خان،۱۳۸۸،ص،۴۴).

قصېده چې دخوشحال نه وړاندې او یاهم دخوشحال په زمانه کې ددربار دچارواکو یواځینۍ سرګرمي وه او رزم اوبزم میدان یې ګرم کړی وو او ترډېره برېده به دشاهانو په توصیف اوستاینه کې ویل کېده او شاعرته به یې دهربیت په مقابل کې درهم اودینار ورکول کېده،خان چې دتوري او قلم څښتن سړی وو او دغوړه مالۍ سره جوړ نه وو اوبل داچې نوموړی (شعر دشعر لپاره) دمفکورې پیرو وو په قصېده کې دژوند بېلابېل اړخونه ور دننه کړل اوداپولې یې ماتې کړې چې ګنې قصېده یواځې دشاه ستاینه ده.هغه دطبیعت منظرکشۍ،انساني ارمانونه اوټولنیز افکار قصېدې ته ورداخل او دخپلې ځانګړې شعري قریحې په وجه یې دا په اثبات ورسوله چې په قصېده کې هر ډول موضوعات راتلی شي (روهی،۱۳۸۶،ص،۳۱۴).

دخوشحال دستارنامه دښوونې اوروزنې نورماتیف فلسفه ده چې په هغې کې یې ددستار سړي لپاره شل هنرونه او شل خصلتونه ښودلي دي.خان په بازنامه کې دبازانو او مرغانو دروزنې په اړه خبرې کوي،په طب نامه کې دخپل وخت طبي نظریات وړاندې کوي چې اکثره یې دنن ورځې دطبي څېړنو سره سمون خوري.په سوات نامه کې دخپل سفرخاطرات زموږ سره شریکوي.دغه اثر دپښتنې سیمو جغرافیه،رسوم،کلتور اوارزښتونو په خپله لمنه کې رانغاړي.فراقنامه یې دهېوادنۍ مینې،یوالی،اودپردیو دمنګلو څخه دخلاصون خبرې کوي.لنډه داچې ددغه ستر شخصیت څخه په موضوعي لحاظ دژوند یوه برخه هم نه ده پاتې شوې په دې اړه ختیځ پېژندونکی جیمز مسټر راورټی وایی (دخوشحال لپاره به هېڅ داسې موضوع پیدا نشي چې ددې سترشخصیت لپاره بیګانه او ناشناوي) (زېور،۱۳۸۹،ص،۱۵۳).

پایله:

لنډه داچې دخان علین مکان په راتګ سره پښتو ادب کې په شکلي او موضوعي توګه داسې ستر بدلون منځته راغی چې ساری  یې تراوسه په پښتو ادب کې نه لېدل کېږی.خان دداسې یوه ساده اوروان نثر بنسټ کېښود چې دهرچادسویې سره برابر او په ګرامري توګه یې کومه ستونزه نه لرله.هغه په شکلی لحاظ دشرقي ادب ټول ادبي فورمونه راخپل او په خپله شاعرۍ کې یې ورته پراختیااوپرمخیتاورکړه.خان په ټولو شعري فورمونو کې دخیال نیلی وځغلاوه ،هغه په دې ګروهه وو چې شعر یواځې دزلفو خط او خال خبرې نه بلکې دژوند ټولو مسایلو ته شامل دی او په خپلو ټولو دیني،علمی،فرهنګي،ادبي او ټولنیزو اثارو کې یې خلک دعلم اوپوهې خواته راوبلل.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

اخځونه:

۱. بېنوا،عبدالروف.(۱۳۲۶).رحمان بابادېوان.لومړی چاپ.کابل:پښتوټولنه.

۲. خټک،پریشان.(۱۳۹۱).پښتانه څوک دي.ژباړه هجرت الله اختیار.لومړی چاپ،پېښور:دانش خپرندویه ټولنه.

۳. روهي،محمدصدیق.(۱۳۸۶).ادبي څېړنې.پېښور:دانش خپرندویه ټولنه.

۴. زېور،زېورالدین.(۱۳۸۹).پښتو ادبیاتو منځنۍ دوره.دوهم چاپ.پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.

۵. شاولي خان(۱۳۸۸).خوشحال پېژندنه.لومړی چاپ.ننګرهار:مومندخپرندویه ټولنه.

۶. مومند،کامل خان(۱۳۸۵).خوشحال خان خټک.پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.

۷. همکار،محمدابراهیم.(۱۳۸۷).قافیې فن.لومړی چاپ.ننګرهار:مومند خپرندویه ټولنه.

۸. همکار،محمدابراهیم.(۱۳۸۸).ادبي فنون.لومړی چاپ.ننګرهار:مومندخپرندویه ټولنه.

۹. همکار،محمدابراهیم(۱۳۸۹).بدیع اوبیان.لومړی چاپ.ننګرهار:مومند خپرندویه ټولنه.

۱۰. هېوادمل،زلمی.(۱۳۷۹).پښتو ادبیاتو تاریخ.لومړی چاپ.ننګرهار:دانش خپرندویه ټولنه.

 

Author

License

عامه لمن / CC 0

Download

File Name File Size

Comments

0 comment(s) so far

Please login to add comment.