• Skip to primary navigation
  • Skip to main content
  • Skip to footer
Darakht-e Danesh Academi

Darakht-e Danesh Academi

Portal for all of our "knowledge tree" programs

  • لاسرسي
  • احصائیه او ارقام
  • عام پوښتنې
  • زده‌کړیز مرکزونه
  • مرسته
  • فعالیتونه
  • عمومي کتنه
  • د درخت دانش اکاډمۍ
    • کورسونه
    • کتابتون
  • پشتو
    • English
    • فارسی

د درخت دانش ټولګي

د درخت دانش ښونځی زموږ د ژوندۍ زده کړې ویب پاڼه ده، چې مستقیم او فعاله ښوونه او روزنه وړاندې کوي. د درخت دانش ټولګي د ویدویي تدریس او ثبت شوي درسونو له لارې ژوندۍ مجازي درسونه وړاندې کوي.

د درخت دانش ښونځی ته ننوتل
د شمولیت لپاره غوښتنه

درخت دانش ښونځی ته لنډه کتنه

د درخت دانش ټولګي زموږ آنلاین لېسه ده چې د افغان زده‌کوونکو لپاره چمتو شوې ده در خت دانش ټولګی د افغانستان او کاناډا یو ګډ نصاب وړاندې کوي او زده‌ کوونکي د ۲۱م ټولګي له بشپړولو وروسته یو نړیوال پېژندل شوې د لیسې سند (شهادت نامه)، ترلاسه کوي.

درخت دانش ټولګی افغان ځوانانو، په ځانګړې توګه نجونو ته د لوړ کیفیت زده کړې برابروي، هیلې ېې بېرته راژوندۍ کوي او د لوړو زده کړو لپاره فرصتونه ورته برابروي. پردې سربېره  درخت دانش ټولګی د یوې انلاین لیسې په توګه  هم فعالیت کوي. دا مجازي پلټفارم د درېیمو اړخونو له لوري هم کارول کېږي، ترڅو د پوهنتون ټولګي، روزنیر سیمینارونه، دوامداره او بنسټيزه زده کړه، د ژوند مهارتونه او نور تدریس کړي.


په افغانستان کې د زده کړې دروازې پرانیستې ساتل

د افغانستان د نجونو ښوونځیو د تړلو په ځواب کې، د درخت دانش آنلاین ښوونځی نوي تکنالوژۍ او امکاناتو کارولو سره افغان نجونو ته د زده کړې دروازې پرانیزي. د درخت دانش آنلاین ښوونځی د درخت دانش کورسونو د مکمل په توګه چې په غیر متواتر ډول وړاندې کیږي، د همزمان درسونو وړاندې کولو لپاره دی. په درخت دانش ښوونځی کې، زده کوونکي په ټاکل شوي وخت کې خپلو صنفونو ته حاضریږي او د معلم له خوا د ژوندۍ او آنلاین ویډیو له لارې مضامین تدریس کیږي. د منځنۍ او لیسې صنفونه له اووم څخه تر دوولسم پورې، د پوهنتون درسونه، روزنیز سیمینارونه، د لویانو زده کړه، د سواد زدکړه، د ژوند مهارتونه او نور، د هغه فعالیتونو څخه دي چې د درخت دانش آنلاین ښوونځی وړاندې کوي.

نور معلومات

د درخت دانش ښونځی څه وړاندې کوي؟

زموږ ځینې مهم فعالیتونه په لاندې ډول دی:


 د سرحدونو څخه بهر تدریس   

 په کور د ننه افغانستان او بهر کې هم د درخت دانش ټولګي د اووم څخه تر لسم ټولګي پورې زده کوونکو ته ژوندۍ تدريسي ناستې وړاندې کوي.

 د ډیجیټلي زده کړو مرکزونه جوړول  

موږ له خپلو سيمه ييزو همکارانو سره کار کوو، څو په پاکستان او ترکیه کې ډیجیټلي ښوونيز مرکزونه جوړ کړو او بې‌ځایه شویو افغانانو ته د زده کړو زمینه برابره کړو.

دا مرکزونه د ۰۲ پایه کمپیوټرونو درلودونکي دي چې د یو ټولګي په بڼه تنظیم شوي. افغان زده کوونکي کولی شي په DLCS کې هم‌مهاله (suonorhcnys) او غیر هم‌مهاله (suonorhcnysa) ټولګیو او کورسونو ته لاسرسی ولري.

 مرسته، هغه زده کونکو سره چې اړتیا لري  

موږ هڅه کوو چې هغو زده کونکو ته چې د انټرنیټ لاسرسی نه لري، د انترنت کڅوړو ورکولو سره مرسته وکړو.

 د تکنالوژۍ او درسي نصاب یوځای کول  

د درخت دانش ښوونځي درسونو لپاره موږ د نوي شویو میتودولوژیو څخه کار اخلو. موږ درسونه په ژوندۍ بڼه او د زده کونکو د مهال ویش سره سم مخکې وړو، ترڅو زده کونکي وکولای شي په فعاله توګه په درسونو کې برخه واخلي، د هغې تر څنګ موږ د درسونو ثبت شوي ویډیوکلیپونه هم زده کونکو ته وړاندې کوو. دا کار د هغو زده کونکو لپاره چې د زنده درسونو تعقیب کې ستونزې لري، د لاسرسي او انعطاف زمینه برابروي.


زموږ د دیجیټلی زده کړې مرکزونه وپیژنئ

د پاکستان دیجیتالي زده کړې مرکز

زموږ د پاکستان په دیجیټلي زده کړې مرکز کې، موږ د هغو ۰۰۱ زده کوونکو لپاره چې په اووم او اتم ټولګیو کې زده کړې کوي، یو خوندي ځای جوړ کړی دی. په دې مرکز کې، زده کوونکي په ناهمزمان او ژوندۍ زده کړې غونډو کې ګډون کوي او کولای شي نورو زده کونکو سره د ټولګي فعالیتونو کې ونډه واخلي. د زده کړې مرکز کې د زده کړې ساعتونو پر مهال یو مرستیال موجود وي چې د زده کوونکو د زده کړې او تخنیکي ستونزو کې مرسته کوي. علاوه پر دې، زده کوونکي کولی شي خپل کورني کارونه هم په دې زده کړې مرکز کې ترسره کړي.

د ترکیه دیجیتالي زده کړې مرکز

زموږ د ترکیه په دیجیټلي زده کړې مرکز کې، موږ د ۴۲۰۲ جنوري په میاشت کې د هغو ۶۰ زده کوونکو لپاره چې په اووم او اتم ټولګیو کې زده کړې کوي، یو خوندي ځای جوړ کړی دی. په دې مرکز کې، زده کوونکي په ناهمزمان او ژوندۍ زده کړې غونډو کې ګډون کوي او کولای شي نورو زده کونکو سره د ټولګي فعالیتونو کې ونډه واخلي. د زده کړې مرکز کې د زده کړې ساعتونو پر مهال یو مرستیال موجود وي چې د زده کوونکو د زده کړې او تخنیکي ستونزو کې مرسته کوي. علاوه پر دې، زده کوونکي کولی شي خپل کورني کارونه هم په دې زده کړې مرکز کې ترسره کړي.

عام پوښتنې

زموږ د عامو پوښتنو برخه وګورئ ترڅو د خپلو ټولو پوښتنو لپاره چټک ځوابونه ومومئ. که تاسو غواړئ د دانش درخت کورسونو نوملیکنې په اړه معلومات ترلاسه کړئ، زموږ د سندونو د معیارونو په اړه پوه شئ، یا تخنیکي ملاتړ غواړئ، زموږ د عامو پوښتنو برخه به تاسو ته د دانش درخت په اړه ښه معلومات وړاندې کړي.

د خپل وخت د سپمولو لپاره، زموږ د عامو پوښتنو سرچینه وکاروئ او په اسانۍ او چټکۍ سره هغه ټول معلومات چې اړتیا لرئ ترلاسه کړئ.

څنګه کولائ شم خپل ماشوم د درخت دانش ښونځی ته شامل کړم؟

د درخت دانش ښوونځي ته ستاسو د ماشوم د شاملیدو لومړی ګام د شمولیت فورمه ډکول دی. که ستاسو ماشوم د درخت دانش ښونځی ته د شاملیدو شرایطو برابر وي، نو موږ به ستاسو سره اړیکه ونیسو. مهرباني وکړئ د شمولیت فورمه ډکولو لپاره په لاندې ټنۍ کلیک وکړئ:

د درخت دانش ښونځی ته د شمولیت غوښتنلیک.
کومې کچې ټولګۍ د زموږ د ماشومانو د نوم لیکنې لپاره شتون لري؟

اوس مهال موږ د اووم څخه تر لسم ټولګیو پوری زده کونکي منو.

نور ولولئ
ایا د درخت دانش ښوونځي کې زده کړه وړیا ده؟

هو، د درخت دانش ښوونځي کې زده کړه په بشپړ ډول وړیا ده.

نور ولولئ
کومه تدریسي لارښود په دانش درخت مکتب کې کارول کیږي؟

موږ د ټولګی او موضوع سره سم ژوندی زده کړې غونډې ترسره کوو او همدارنګه د مهال ویش سره سم د زده کونکو ته درسي ویډیو کلیپونه هم وړاندې کیږي.

نور ولولئ
زه هیڅ هوښیار وسیله (موبایل، کمپیوتر) او کافي سرچینې نلرم. آیا زه کولای شم چې کوم مالي مرسته ترلاسه کړم؟

تاسې کولی شئ زموږ د شافعې خیریه صندوق د زده کړو لاسرسي پروګرام لپاره غوښتنه وکړئ.

د انفرادي غوښتنلیک فورمه
د ډله‌ییز غوښتنلیک فورمه
آیا د پوهنتون ټولګیو د تدریس لپاره کوم پلان لرئ؟

نه، اوس مهال زموږ تمرکز د منځنۍ ښوونځي درسونو وړاندې کولو باندې دی.

نور ولولئ
کله چې زه خپل فراغت سند ترلاسه کړم، آیا زه به وکولای شم چې د بهرنیو هېوادونو زده کړې پروګرامونو کې داخله ترلاسه کړم؟

د درخت دانش په ښوونځي کې، موږ به تاسو د بهرنیو تعلیمي پروګرامونو لپاره د درخواست ورکولو لپاره چمتو کړو. مګر، په دې پروګرامونو کې ستاسو شاملول زموږ له وسې بهر دي.

نور ولولئ
ایا زما لپاره د یو ښوونکي په توګه د کار زمینه شته؟

که تاسو ښوونکی یاست، کولی شئ زموږ د استعدادونو ډیټابیس فورمه ډک کړئ. که کومه دنده خالي شوه او ستاسو مهارتونو او تحصیلاتو سره برابره وه، نو له تاسو سره به اړیکه ونیول شي.

د استعدادونو ډیټابیس فورمه
ایا غیر حاضری زما په نمرو اغېزه لري؟

هو. موږ د حاضري او د ټولګي ګډون په برخه کې ډېره جدي پالیسي لرو. د دې شرایطو سره نه تطبیق کول کېدای شي د زده کوونکي په درجو منفي اغېز وکړي.

نور ولولئ
څنګه کولی شم ټولګي ته ګډون وکړم؟

د زده کوونکو له موفقانه نوم لیکنې وروسته، هغوی به زموږ یو تخنیکي همکار له خوا روزل شي چې څنګه ټولګیو ته لاسرسی ومومي. سربېره پر دې، دوی ته د امتحان ورکولو او ارزونې طریقه هم ښیي. د لا زیاتو معلوماتو لپاره، زموږ لارښود ویډیو وګورئ.

ویډیو وګورئ
ما ټولې لارښود ویډیوګانې وکتلې، خو لا هم نه شم کولای خپل حساب ته ننوځم.

دی حالت کې، مهربانی وکړئ زموږ تخنیکی ټیم سره اړیکه ونیسئ ترڅو ستونزه حل کړئ.

د تخنیکي ټیم سره اړیکه

احصائیه: زموږ اغیزه

0

زده کونکی

0

کورسونه

0

ټولګي

0

ښوونکي

آیا تاسو خپل د درسونو پیلولو لپاره چمتو یاست؟

د غوښتنې پروسې د پیل لپاره، د غوښتنلیک فورم باندې کلیک وکړئ. که تاسو زده کوونکی یاست، د صنف ته د ننوتلو لپاره “سیستم ته ننوتل” باندې کلیک وکړئ.

د غوښتنلیک فورم
سیستم ته ننوتل

Footer

  • پښتو

Search

Connect with us

  • Bluesky
  • Facebook
  • Instagram
  • LinkedIn
  • YouTube

Terms of Use

Copyright © 2025 Right to Learn Afghanistan – All rights reserved.