![](https://darakhtdanesh.org/wp-content/uploads/2024/04/Logo-Bridging-Right-to-Learn-Tagline-1024x375.png)
دا ویبپاڼه د افغان مېرمنو لپاره د کاناډايي مېرمنو اورګانیزیشن لخوا چې یو غیر انتفاعي اداره ده او د تېرو ۵۲ کلونو راهیسې په افغانستان کې د جنسیت د برابرۍ زده کړې او د بشري حقونو شرایط ښه کولو په .وخه کار کوي، برابر شوی ده
![](https://darakhtdanesh.org/wp-content/uploads/2024/04/Aug-13-2023-Ottawa-Chapter-Rally-2-e1695116483600-1024x694.jpg)
درخت دانش په پارسي/ دري ژبه کې د پوهې ونه یا د علم څانګه په مانا دی.
د درخت دانش اکاډمۍ (DD اکاډمۍ) د تعلیمي ویب پاڼو یوه ټولګه ده چې افغانانو او ټولو هغو کسانو ته چې په انګلیسي، فارسي/دري او پښتو ژبو کې زده کړې کول غواړي، زده کړو ته لاسرسی برابروي.
موږ باور لرو چې ټکنالوژي کولای شي د زده کړې د بشري حق لاسرسي ته مهم فرصتونه برابر کړي. هر څوک د زده کړې حق لري او زموږ د زده کړې ټکنالوژۍ پروګرام کې تخلیقي ټیکنالوژیکي وسایل نه یوازې افغانانو ته د پوهې او معلوماتو لاسرسی برابروي، بلکې زده کوونکي او ښوونکي د ۱۲مې پېړۍ مهارتونو لپاره چمتو کوي. لاندې، تاسو به د درخت دانش اکاډمۍ درېیو اصلي پروګرامونو په اړه معلومات ترلاسه کړئ.
د درخت دانش اکاډمۍ ته یوه لنډه کتنه
کتابتون ![](https://darakhtdanesh.org/wp-content/uploads/2024/05/10.png)
![](https://darakhtdanesh.org/wp-content/uploads/2024/05/DD-Classroom-14-614x1024.png)
د درخت دانش کتابتون د افغانستان لپاره وړیا او د لاسرسي وړ تعلیمي سرچینې وړاندې کوي.
د درخت دانش کتابتون د تعلیمي سرچینو یو ډیجیټل مخزن دی چې د ښوونکو، محصلینو، زده کوونکو او هر هغه چا لپاره خلاصې تعلیمي سرچینې (REO) وړاندې کوي چې د مختلفو یا مشخصو تعلیمي مضامینو او برخو په اړه د نورو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره لیوالتیا لري.
زموږ ځانګړو سرچینو ته یوه لنډه کتنه
ښوونځي ![](https://darakhtdanesh.org/wp-content/uploads/2024/05/9.png)
د درخت دانش ښونځی د افغان زده کونکو لپاره، په داخل او بهر کې، ژوندۍ درسونه وړاندې کوي.
د مستقیمې ښوونې او زده کړې لپاره زموږ ژوندۍ تدریسي ویب پاڼه. د درخت دانش ټولګي د ویډیوې تدریس او ورځنیو ثبت شوو درسونو له لارې ژوندۍ مجازي زده کړې وړاندې کوي.
هغه صنفونه چې موږ یې تدریس کوو:
![](https://darakhtdanesh.org/wp-content/uploads/2024/06/Grade-7-8.png)
اووم ټولګي
![](https://darakhtdanesh.org/wp-content/uploads/2024/06/Grade-7-9.png)
اتمه ټولګي
![](https://darakhtdanesh.org/wp-content/uploads/2024/06/Grade-7-10.png)
نهمه ټولګي
![](https://darakhtdanesh.org/wp-content/uploads/2024/06/Grade-7-11.png)
لسم ټولګي
![](https://darakhtdanesh.org/wp-content/uploads/2024/06/DD-Classroom-23-614x1024.png)
کورسونه
![](https://darakhtdanesh.org/wp-content/uploads/2024/06/DDCPic-614x1024.png)
زموږ غیر مستقیم تعلیمي کورسونه هغو کسانو ته د مطالعې فرصت برابروي چې غواړي د خپل مهالویش سره سم بشپړ کورسونه تعقیب کړي.
زموږ کورسونه په دري، پښتو، او انګلیسي ژبو کې وړاندې کېږي. موږ د افغانانو مهمو تعلیمي اړتیاوو ته په پام کې نیولو سره خپل تعلیمي بنسټ ته نوي کورسونه اضافه کړي دي، چې پکې د بې ځایه شوو افغانانو لپاره مسلکي کورسونه هم شامل دي.