درخت دانش کتابتون ته لنډه کتنه
په “دری” ژبه چې د افغانستان يوه رسمې ژبه ده د درخت دانش معنی “د پوهې ونه” ده. د درخت دانش د پرليکه کتابتون د ښوونې او روزنې برخه د ښوونکو، د ښوونکو د روزونکو، د ښوونځيو د مديرانو، د ليک لوست د زده کړې کارکوونکو او د افغانستان د ښوونې او روزنې په پراختیا کې د بوختو نورو ونډوالو لپاره د آزادو ښوونو د سرچينو يوه بډايه زیرمه ده. په دغه سرچینه کې درسي پلانونه، د پیداګوژۍ توکي، تمرینونه، علمي تجربې، د مطالعې مواد، د تمريناتو کتابونه، نصابونه او نور هغه مواد شته چې د افغانستان په ټولګيو کې يې کارولی شو.
هغو کارونکو چې زموږ په ویبسايټ کې نومکښنه کړې وې، دې سرچينو ته وړيا لاسرسی لري او موږ کارونکي هڅوو چې زيرمې ته د خپلو سرچينو په ورپورته کولو سره د افغانو ښوونکو په ګټه دغه کليکسيونونه نورې هم پراخه کړي. په اصل کې د آزادو ښوونيزو سرچينو (REO) بهير پر ونډوونو (شریکولو) روان دی: د لورينې له مخې د کتابتون مواد وکاروئ خو خپل مواد مو هم ور پورته کړئ. کتابتون ته د خپلو موادو ور پورته کول ډېر اسانه دی. کله چې خپل اسناد ور پورته کوئ نو له موږ سره اړیکي ونیسئ. زموږ موخه دا ده چې د لازیات اسانه لاسرسي او پراخه کارونې لپاره د روزونکو د ګټې وړ سرچينې په یوه واحد موقعیت کې سره را ټولې کړو.
څنګه د کتابتون څخه استفاده وکړو؟
د درخت دانش د کتابتون سره د آشنایي او د کارولو د څرنګوالي لپاره دا ویډیو وګورئ. دا ویډیو به تاسو ته د کتابتون په اړه مهم معلومات درکړي.
مهرباني وکړئ د نورو ویډیويي کلیپونو د لاسرسي لپاره زموږ د یوتیوب چینل وګورئ. زموږ په یوتیوب چینل کې به تاسو له ۰۰۵ څخه زیاتو تعلیمي ویډیوګانو ته لاسرسی پیدا کړئ. راځئ پیل یې کړو!
درخت دانش کتابتون کې د ځانګړې سرچینې مجموعه
د درخت دانش کتابتون موبایل اپلیکیشن
زموږ د درخت دانش کتابتون موبایل اپلیکیشن اوس په ګوګل پلی کې موجود دی، چې ستاسو د خوښې وړ مینځپانګې ته زموږ د درخت دانش سایټ څخه اسانه لاسرسی برابروي. د دې اپلکیشن iOS نسخه هم به ژر ستاسو د لاسرسی وړ وي!
د درخت دانش کتابتون اپلیکیشن ځانګړتیاوې
په بشپړه توګه وړیا
دا اپلیکیشن په بشپړه توګه وړیا دی او ستاسو په موبایل یا ټابلیټ کې ډاونلوډ کېدی شي.
له دریو ژبو ملاتړ کوي
د درخت دانش کتابتون اپلیکیشن د انګلیسي، فارسي او پښتو ژبو څخه ملاتړ کوي.
د سرچینو د ډاونلوډ او آفلاین لوستلو اجازه ورکوي
دا اپلیکیشن تاسو ته اجازه درکوي چې خپل د خوښې وړ کتابونه په خپلو موبایلونو کې ډاونلوډ کړئ او پرته له انټرنیټ څخه یې هم ولوستلی شئ.
احصائیه: زموږ اغیزه
سرچینې
مضامین
په تیرو ۳۰ ورځو کې د سایت لیدنه
د علم او پوهې نړۍ ته روښانه کړکۍ
همدا نن زموږ آنلاین او ډیجیټل کتابتون سره یوځای شئ او په یو کلیک سره د زده کړې لوی منابع ته لاسرسی ومومئ