له ليرې زده کړه د تدریس او زده کړې یوه لاره ده چې زده کوونکي او ښوونکي د وخت یا ځای له مخې جلا کېږي، په ټولګي کې نه لیدل کېږي، او د کورس د موادو شریکولو او خبرو اترو لپاره انټرنیټ یا بدیله وسیله کاروي. دا کولی شي په هر ډول تدریس اطلاق وکړي چې له دودیز ټولګي څخه بهر ترسره کېږي، په شمول د کاغذ پر مخ د لیک لوست کورسونه یا د ټیکنالوژۍ پر مټ وړاندې کېدونکې زده کړې، لکه درخت دانش کورسونو کې دا کورس. په دې کې هغه کورسونه شامل دي چې یو ښوونکی د زده کوونکو د ملاتړ لپاره شتون لري او همدارنګه هغه کورسونه چې زده کوونکي له وقف شوي ښوونکي پرته په خپله کار کوي. څرنګه چې انټرنیټ د ليرې واټن زده کړې وړاندیز کولو ترټولو عامه لاره ده، موږ به د ډېری برخې لپاره د ټېکنالوژۍ پر بنسټ سیسټمونو ته مراجعه وکړو، مګر هغه محتويات چې موږ یې دلته رانغاړو، د بل هر ډول انلاين زده کړې لپاره به هم پلي کېږي.
زده کړه
Basic Trauma Training - Group Applications
Trauma is the impact on a person of a distressing or disturbing experience, which can include both emotional and physical symptoms that affect a person’s day to day life in different ways. This course is an introduction to basic trauma, and the use of group methods, as a treatment option. It consists of five modules, and begins by introducing students to the basics of trauma in human beings including its causes, types and symptoms. Students are then oriented to group counselling as a method for supporting those who experience trauma before learning and practicing group facilitation skills themselves. This is complemented with an introduction to trauma management strategies and overview of key principles needed for effective group facilitation. By the end of the course, participants will have basic knowledge of the causes and consequences of trauma in humans, and will learn how facilitated groups support individuals with trauma to move past their trauma. This course is useful for anyone who works with individuals who have experienced trauma, want a deeper understanding of trauma, and want to gain exposure to a practical and accessible group method of mitigating the impacts of trauma.
د موډل پېژندنه یا مقدمات: د کورسونو جوړول
DD Courses and Moodle Basics is an introductory class for instructors who wish to host their courses with Darakht-e Danesh Academi. The purpose of this class is to help instructors create and set up their own course from start to finish on the DD Courses site. Lessons will cover everything from what a Learning Management System is, to creating an interactive course for students where instructors can compliment their own learning content with added videos, quizzes and more.
د ټولشموله زده کړې پراختیا په برخه کې د افغانستان د ښوونځيو مديرانو رول
دا کورس اته برخې لري. دا کورس سرچینې او د عمل لارښود وړاندې کوي؛ څو د افغان ښوونځیو مشران يې پرمټ د ټول شموله زده کړې طرزالعملونو ته وده ورکړي. هره برخه باید د بشپړولو لپاره له ۴ څخه تر۵ ساعتونو پورې وخت ونیسي، چې له دوو اوونیو څخه زیاته موده به نه نيسي. دا کورس یوه سرچینه ده؛ څو له تاسو او د ټولنې د سمون له شبکې او د ښوونځي له مشرانو سره مرسته وکړي؛ ترڅو په ښوونځیو کې د ټولشموليت اړوند مسائلو د موندنې او څارنې لپاره ګډ کار وکړي.
په ښوونه او روزنه کې د جنسیتي توپیري چلند(تبعیض) شننه
دا کورس په افغانستان کې د تعلیمي مسوولینو (میرمنو او سړو) لپاره طرحه او چمتو شوی، هغوی چې په دې باور دي چې هر هلک او نجلۍ پیاوړې او بشپړه تعلیمي تجربه لري او کولای شي خپل لوړ ظرفیت او وړتیا له ځانه وښايي. دا مواد د دارالمعلمین د ښوونکو، کارمندانو، مدیریتي ډلې او هغه چا لپاره دي څوک چې د ښوونکو د مسلکي پیاوړتیا او روزنې دنده پر غاړه لري. تر څنګ یې دا مواد خپله د دارالمعلمین د ښوونکو، هغو ادارو لپاره چې په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په برخه کې کار کوي او هم د هغه چا لپاره دي چې په تعلیمي سیستم کې د جنسیتي مساواتو غوښتونکي وي او یا هم جنسیتي مساواتو لپاره کار کوي. په لومړي فصل کې تاسې ته ځینې مفاهېم درپېژنو چې په مرسته یې جنسیتي مساوات وپېژنئ او په ښوونه او روزنه کې د هغې د کارونې سره بلد شئ. دویم فصل کې هغه اړین توکي درپېژنو چې په جنسیتي تحلیل کې کارول کېږي. په درېیم فصل کې د یادو توکو تطبیقول عملا تجربه کوئ. څلورم فصل په دې اړه دی چې تاسې به د جنسیتي تحلیل په لاسته راغلو نتایجو څه کوئ، بله موخه یې دا ده چې په ښوونه او روزنه کې د یوه پوه، او پیاوړي د جنسیتي مساوات د مدافع په توګه وړ او مناسبې کړنې ترسره او بدلون رامنځته کړئ.
د رواني زیان لیدنې لومړنیو نښو پېژندنه
رواني صدمه پر یو چا باندې د یوې دردوونکې یا پرېشانوونکې تجربې/پېښې اغېزې دي چې کېدای شي دواړه احساساتي او فزیکي
نښې ولري او د یوه کس پر ورځني ژوند له بېلابېلو لارو اغېز کوي. په دې کورس کې د ابتدايي رواني صدمې پېژندنه تر بحث لاندې نيول کېږي. دا کورس ګډونوالو ته په انسانانو کې ابتدايي رواني صدمه ورپېژني، په لاملونو او ډولونو يې بحث کوي او له جګړې څخه د را پېښې صدمې
په اړه مطالعه. د کورس په پای کې به ګډونوال په انسانانو کې د رواني صدمې د لاملونو او پایلو په اړه لومړنۍ پوهه ولري. دا کورس د هغه ټولو کسانو لپاره ګټور دی چې رواني صدمه یې خپله تجربه کړې وي، داسې د کورنی غړي او يا ملګري ولري چې رواني صدمه يې ليدلې وي او
يا هم هغه کسان واوسي چې له رواني صدمه لرونکو سره کار کوي.
د کورس پېژندنه: رواني صدمه پر یو چا باندې د یوې دردوونکې یا پرېشانوونکې تجربې/پېښې اغېزې دي چې کېدای شي دواړه احساساتي او فزیکي نښې ولري او د یوه کس پر ورځني ژوند له بېلابېلو لارو اغېز کوي. په دې کورس کې د ابتدايي رواني صدمې پېژندنه تر بحث لاندې نيول
کېږي. دا کورس ګډونوالو ته په انسانانو کې ابتدايي رواني صدمه ورپېژني، په لاملونو او ډولونو يې بحث کوي او له جګړې څخه د را پېښې صدمې په اړه مطالعه. د کورس په پای کې به ګډونوال په انسانانو کې د رواني صدمې د لاملونو او پایلو په اړه لومړنۍ پوهه ولري. دا
کورس د هغه ټولو کسانو لپاره ګټور دی چې رواني صدمه یې خپله تجربه کړې وي، داسې د کورنی غړي او يا ملګري ولري چې رواني صدمه يې ليدلې وي او يا هم هغه کسان واوسي چې له رواني صدمه لرونکو سره کار کوي.