
درخت دانش په پارسي/ دري ژبه کې د پوهې ونه یا د علم څانګه په مانا دی. درخت دانش اکاډمي د هغو ویبپاڼو ټولګه ده چې افغانانو او هر هغه چا ته چې غواړي په انګلیسي، پارسي/دري او پښتو ژبو زده کړې ته لاسرسی ولري، د زده کړې زمينه برابروي
درخت دانش اکاډمي پليټ فارم درې څانګې لري


دا ویبپاڼه د افغان مېرمنو لپاره د کاناډايي مېرمنو اورګانیزیشن لخوا چې یو غیر انتفاعي اداره ده او د تېرو ۲۵ کلونو راهیسې په افغانستان کې د جنسیت د برابرۍ زده کړې او د بشري حقونو شرایط ښه کولو په .وخه کار کوي، برابر شوی ده

: درخت دانش اکاډمی درې څانګې لري
د درخت دانش کتابتون
په دې څانګه کې په ۹ مختلفو ژبو تعلیمي سرچینې او وړیا انلاین کتابونه شامل دي

د درخت دانش کورسونه
په دې برخه کې په انګلیسي، پارسي/ دري او پښتو خودآموز انلاین کورسونه وړاندې کېږي

د درخت دانش ټولګي
دا برخه د انلاین زده کړې پلیټ فارم دی چې ژوندۍ (زنده) ویډیويي روزنه چمتو کوي


Who are the websites for? What will you find there?

په د درخت دانش کتابتون کې، تاسو به په نهو مختلفو ژبو او په ۱۳۰ مختلفو مضامینو کې نږدې ۷۰۰۰ تعلیمي سرچینو ته لاسرسی ومومئ. دا کتابتون د ښوونکو، زده کوونکو او هر هغه چا لپاره ډیزاین شوی چې د یوې ځانګړې موضوع په اړه ډېر څه زده کولو ته لیوال وي

د پوهنتون یا کالج په کچه پارسي/دري، پشتو او انګلیسي کورسونه د زده کړې، د ژوند مهارتونو او مسلکي پرمختګ لپاره دی
لویان کولای شي دا کورسونه په انلاین بڼه د خپل مهال ويش( تقسیم اوقات) په اساس واخلي او د کورس بشپړېدو وروسته یو معتبر سند ترلاسه کړي

دا په افغانستان کې د نجونو لپاره یوه بله لاره ده چې خپل ثانوي زده کړې ته دوام ورکړي
د ښوونځي لوړ عمر لرونکي زده کوونکي په ټولګي کې په یو ټاکلي وخت ګډون کوي او د ويډیو له لارې د ښوونکي لخوا تدریس ورته کېږي