• Skip to primary navigation
  • Skip to main content
  • Skip to footer
Darakht-e Danesh Academi

Darakht-e Danesh Academi

Portal for all of our "knowledge tree" programs

  • عام پوښتنې
  • میلمه موسسې
  • اړیکه
  • د کار بهیر
  • امتیازات
  • د درخت دانش اکاډمۍ
    • ښونځی
    • کورسونه
    • کتابتون
  • پشتو
    • فارسی
    • English

د درخت دانش اکادمي ښوونیزه پلټفارم کارول

زموږ د زده کړې مدیریت سیستم (SML) پلیټفارم وکاروئ ترڅو خپلې ټولګې او کورسونه په وړیا توګه وړاندې کړئ.

زموږ له ښونیز پلټفارم څخه ګټه واخلئ
زموږ میلمه موسسې وپیژنئ!

د درخت دانش اکادمي پلټفارم څخه ګټه واخلئ!

موږ تاسو ته بلنه درکوو چې خپل کورسونه او درسي صنفونه زموږ د ښوونیز پلتفارم له لارې وړیا تدریس کړئ! موږ به د پلتفارم په سمبالولو کې مرسته وکړو، په داسې حال کې چې تاسو به خپل ښوونکي، محصلین مدیریت، او درسونه تنظیم کړی. زموږ ښوونیز بنسټ خوندي او د باور وړ دی.

امتیازات

د پلټفارم د استفادې امتیازات

زموږ د زده‌کړې پلیټفارم کارول به ستاسو د درسي پلانونو پراختیا او اداره کول آسانه کړي. لاندې موږ یو څو مثالونه یادوو:


زموږ د زده‌کړې پلیټفارم کارول ستاسو لپاره هیڅ لګښت نلري  
کله چې تاسو زموږ د زده‌کړې پلیټفارم په وړیا توګه د خپلو کورسونو او صنفونو تدریس لپاره وکاروئ، تاسو دا فرصت لرئ چې خپلې بودیجې هغه برخه، چې د تدریس لپاره مو ځانګړې کړې وه، د کورسونو او صنفونو د منځپانګې او سرچینو په ښه کولو کې ولګوئ.

د تدریس انعطاف‌وړ تنظیمات  
زموږ د زده‌کړې پلیټفارم د معلمانو او مرستیال معلمانو لپاره د درسونو په تدریس کې د ګډون اسانه زمینه برابروي.

د زده کوونکو نامحدوده نوملیکنه  
د کورسونو او صنفونو د ګډونوالو شمیر کې هیڅ محدودیت نشته.

د تعاملي زده کړې مدیریت سیستم (SML)  
زموږ د زده‌کړې مدیریت سیسټم کې د ازموینو، کورنی دندې، حاضری راپورونو او نورو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره بېلابېل امکانات شتون لري. دا د زده کوونکو لپاره د یوه ځانګړي او د تعامل وړ چاپېریال دې.

ستاسو د موسسې لپاره دودیزه اصلي پاڼه  
موږ ستاسو د کورسونو لپاره خپل ویبپاڼه کې یوه ځانګړې پانه جوړوو. په دې پاڼه کې ستاسو ټول کورسونه چې په زموږ پلټفارم کې شتون لري، ښودل کیږي.

د زده کړې پلټفارم ساتنه او نوی (اپډیټ) کول  
موږ د زده کړې پلټفارم د تخنیکي ساتنې او نوي کولو مسؤلیت په غاړه اخلو، ترڅو تاسو و کولای شئ د خپلو د درسونو کیفیت باندې بشپړ تمرکز وکړئ. زموږ تخنیکي ټیم به په بېلابېلو برخو کې د زده کړې پلټفارم د نوي کولو او د پلټفارم د امنیت لپاره اړین اقداماتو کې کار وکړي.

دا بهیر څنګه مخې ته ځي؟

لاندې کې تاسو یو نقشه وینئ چې د دې بهیر مرحله په مرحله پکی شامل دی. په دې نقشې کې، زموږ د همکاری د بهیر هر مرحله له ابتدایی معلوماتو څخه تر بشپړ پورې تشریح شوی دی.

ستاسو موسسه

اړیکه

که تاسو زموږ د زده کړې پلټفارم کارولو د کارولو علاقمند یاست، مهرباني وکړئ اړیکه ونیسئ.

ستاسو موسسه

دواړه موسسې

د زده کړې پلټفارم ښودل او تشریح

موږ کولای شو تاسو ته نور معلومات وړاندې کړو، په یوه غونډه کې د زده کړې مدیریت سیستم (SML) تاسو ته تشریح کړو او دا زمینه برابره کړو چې تاسو پلټفارم وګورئ او و ازموئ.

دواړه موسسې

ستاسو موسسه

د پلټفارم کارولو لپاره غوښتنلیک فورمه

د پلټفارم کارولو لپاره د غوښتنلیک فورمه ډکه کړئ او د خپلې موسسې، زده کوونکو او درسونو په اړه نور معلومات وړاندې کړئ.

ستاسو موسسه

ستاسو موسسه

د تفاهم لیک او خصوصي حریم

تاسو باید د تفاهم‌ لیک او د خصوصي حریم ساتنې اصول ولولئ او ومنئ.

ستاسو موسسه

دواړه موسسې

د پلټفارم پېژندل

موږ به په یوه غونډه کې تاسو ته مودل او د هغې کارولو لپاره اړین منابع وپېژنو او تشریح کړو.

دواړه موسسې

د زده کړې حق موسسه

اصلي پاڼه

موږ به تاسو لپاره په خپل پلټفارم کې یوه دودیزه اصلي پاڼه جوړه کړو چې ستاسو د زده کړې فضا سره نښلول شوې وي

د زده کړې حق موسسه

د زده کړې حق موسسه

موډل د زده کړې مدیریت سیستم eldooM

موږ به تاسو ته د موډل زده کړې فضا جوړه کړو چې تاسو به یې په بشپړه توګه مدیریت وکړئ.

د زده کړې حق موسسه

دواړه موسسې

د زده کړې مدیریت سیستم سپارل

وروسته له دې چې ستاسو د زده کړې فضا جوړه او تنظیم شي، موږ به یې تاسو ته په رسمي ډول وسپارو.

دواړه موسسې

ستاسو موسسه

پیل وکړئ!

تاسو کولی شئ خپلو استادانو ته زده کړې ورکړئ چې خپله درسي منځپانګې جوړه او اپلوډ کړي، او خپل زده کوونکي د زده کړې لپاره راوبولي.

ستاسو موسسه

د زده کړې حق موسسه

بیا کتنه

موږ به په دوامداره توګه د پلیټفارم د کارونې، اغېز، او ستاسو د اسانتیاوو ارزونه او څارنه وکړو.

د زده کړې حق موسسه

ستاسو موسسه

له موږ سره اړیکه ونیسئ

که تاسو مرسته ته اړتیا ولرئ او یا کومه ستونزه سره مخامخ شوئ، مهرباني وکړئ موږ سره اړیکه ونیسئ.

ستاسو موسسه

د زده کړې حق موسسه

د سیستم اپډیت کول

ټکنالوژي د وړاندوینه وړ نه دې، خو موږ خپله ټوله هڅه کوو چې د سیسټم منظم فعالیت لپاره اړین اقدامات لکه د سیستم اپډیت په ټاکلي وخت او موقع سره ترسره کړو. البته، په داسې حالتونو کې به تاسو د مخه خبر کړو.

د زده کړې حق موسسه

زمونږ تعلیمي پلټفارم څخه استفاده وکړئ

مهرباني وکړئ د خپلې موسسې او اهدافو په اړه د لاندې فورم په ډکولو معلومات وړاندې کړئ. موږ به ژر تر ژره وروسته له دې چې ستاسو غوښتنلیک ترلاسه کړو، له تاسو سره اړیکه ونیسو.

Please enable JavaScript in your browser to complete this form.
ستاسو معلومات په انګلیسی کي *
مهرباني وکړئ د خپلې د موسسې بشپړ نوم لیکئ او د ادارې لنډ نوم د قوس په منځ کې ولیکئ.
د موسس نوم *
Loading

زموږ میلمه موسسې وپیژنئ

په لاندې کې تاسو د هغو موسسو لیست وینئ چې د درخت دانش اکادمۍ د زده کړې مدیریت سیستم (SML) کاروي او خپل کورسونه وړاندې کوي.

عام پوښتنې

تاسو ته د درخت دانش عام پوښتنو برخې ته چې د ستاسو د عمومی پوښتنو د ځواب ویلو لپاره جوړه شوې ده، ښه راغلاست وایم.

لاندې، تاسو به د داسې پوښتنو، لکه زموږ د پایګاه له لارې ستاسو د کورس وړاندې کول، سرچینې، شمولیت، تخنیکي ملاتړ او نورو په اړه ځوابونه ومومئ. که تاسو نورې پوښتنې یا غوښتنې لرئ، مهرباني وکړئ له موږ سره اړیکه ونیسئ. موږ چمتو یو چې تاسو سره د “درخت دانش” اکادمۍ د تعلیمي پلیټفارم په ښه کارولو کې مرسته وکړو.

زه په پلټفارم کې څو کورسونه کولی شم ولرم؟

تاسو کولی شئ زموږ په پلټفارم کې هر څومره کورسونه چې وغواړئ، رامنځته کړئ.

څه ډول سرچینې په خپل کورس کې شاملولی شم؟

تاسو کولی شئ په خپل کورس کې متني او مدیایي سرچینې شامل کړئ.

ایا د کورس په سایز کې محدودیت شته؟

هو، کورس باید له ۰۰۵ میګابایټ څخه زیات نه وي.

زده کوونکي څنګه کورس کې شاملولی شم؟

تاسو موږ ته د خپلو زده کوونکو لیست وړاندې کوئ او موږ به هغوی ستاسو په کورس کې شامل کړو.

ولې زه خپله زده کوونکي کورس کې نه شم شاملولی؟

د امنیتي دلایلو له امله، د کورسونو شاملولو لاسرسی محدود دی. دا ستونزه به د پلټفارم SMLziB ته د لېږدولو وروسته حل شي. په SMLziB کې به هر موسسه خپل جلا فضا ولري.

ایا د کورس په رامنځته کولو کې مرسته ترلاسه کولی شم؟

تاسو ته به د پلټفارم کارولو او کورس رامنځته کولو په اړه یو ځل روزنه ورکړل شي. سربېره پر دې، زموږ په پلټفارم کې د ‘درخت دانش اکاډمي’ ناهم مهاله کورسونه شتون لري چې د آنلاین کورسونو جوړولو څرنګوالی زده کوي.

کورس ته لاسرسی
که ستونزې رامنځته شي، ایا تاسو کولی شئ زموږ د کورس زده کوونکو سره مرسته وکړئ؟

موږ کولی شو چې د زده کوونکو حسابونو ته د لاسرسي ستونزې حل کړو. په کورنیو دندو او درسي وظایفو کې، اړوند موسسې باید زده کوونکو سره مرسته وکړي.

ایا د کورسونو د فعالیتونو دوام لپاره کوم ټاکلی وخت شتون لري؟ که زه وغواړم چې زما کورسونه د استفادې وخت له پای ته رسیدو وروسته هم د عامه استفادې لپاره په پلټفارم کې شتون ولري، څه به وشي؟

زموږ پلټفارم کې د کورسونو د وخت محدودیت نشته. کله چې تاسو خپل کورس بشپړ کړئ، نو تاسو کولی شئ هغه د نورو د استفادې لپاره په زموږ پلټفارم کې خوندي کړئ. موږ د ګټورو او معیاري تعلیمي کورسونو څخه د عامه استفادې لپاره هرکلی کوو.

Footer

  • English

Search

Connect with us

  • Bluesky
  • Facebook
  • Instagram
  • LinkedIn
  • YouTube

Terms of Use

Copyright © 2025 Right to Learn Afghanistan – All rights reserved.