CATEGORY: زده کړه, featured

د زده کوونکو رواني روغتيا ته پاملرنه

Course Access: Lifetime
Course Overview

د رواني روغتیا سواد یا زده کړې (Mental Health Literacy) کورس ته چې د ښوونکو لپاره چمتو شوی دی ښه راغلاست!
دا کورس په اصل کې د ښوونکو او تعلیمي څانګو لپاره ډیزاین شوی دی: په زده کړیزو څانګو کې هغو کسانو لپاره چې غواړي ښوونکي شي(کارآموزان)، د ښوونځیو ښوونکو، مدیرانو او نور مسلکي کسانو لپاره لکه: مرستیالان، ارواپوهان، د زده کړې ملاتړ کوونکي او همدارنګه د نورو لپاره چې د خپلې رواني روغتیا زده کړې پراختیا لپاره لېواله دي. حتې که تاسې ښوونکي نه یاست یا اوس مهال تدریس نه کوئ، دا کورس کولای شي ستاسو د کورنیو له وضعیت سره تړاو ولري او دوی ښه کړي.