• Skip to primary navigation
  • Skip to main content
  • Skip to footer
Darakht-e Danesh Academi

Darakht-e Danesh Academi

Portal for all of our "knowledge tree" programs

  • لاسرسي
  • احصائیه
  • عام پوښتنې
  • شریکان
  • ناهم مهاله زده کړه
  • زموږ کورسونه
  • مرسته
  • عمومي کتنه
  • د درخت دانش اکاډمۍ
    • ښونځی
    • کتابتون
  • پشتو
    • English
    • فارسی

د درخت دانش کورسونه

موږ هڅه کوو چې د افغانانو د اړتیاوو په مطابق، په بېلابېلو برخو کې نوي کورسونه، په شمول د افغان مهاجرینو لپاره د مسلکي وړتیا لوړولو کورسونه چمتو او وړاندې کړو.

د درخت دانش کورسونو ته لاسرسی
د درخت دانش کورسونو ته لنډه کتنه

د درخت دانش کورسونو ته لنډه کتنه

دا د درختِ دانش کورسونو (sesruoC DD) زموږ د ناهمهاله کورسونو پلټفارم دی چې زده کوونکو ته اجازه ورکوي څو خپل کورسونه په چټکۍ ترسره کړي.

په دې کورسونو کې بېلابېل مضمونونه په  پښتو، درى او انګلسي ژبو وړاندې کېږي. موږ د خپلو کورسونو لمنه پراخوو تر څو د افغانانو اړتياوې پوره کړو، په ځانګړې توګه د هغو افغانانو چې همدا شېبه کډوال دي او د دوى لپاره هڅه کوو، چې نوي مسلکي پرمختيايي کورسونه جوړ کړو.

کله چې زده‌کوونکي د یو کورس لپاره نوم‌لیکنه وکړي، کولی شي د خپل مهال‌وېش سره سم زده‌کړه وکړي، د هر درس په اوږدو کې تمرینونه او ارزونې بشپړې کړي او د کورس پاى ته رسولو وروسته تصدیق‌ پاڼه ترلاسه کړي. زموږ په کورسونو کې  د پوهنتون د یو سمستر بشپړ کورسونه، د مسلکي پرمختګ لنډ مهاله کورسونه، د ژوند مهارتونه او همداسې نور ګڼ موضوعات شامل دي.


د زده‌کوونکو پیاوړتیا

زموږ وېبپاڼه هغه کورسونه وړاندې کوي چې د (په افغانستان کې د زده‌کړې حق)معتبرو پوهنتونونو، نورو ښوونیزو او روزنیزو بنسټونو لخوا چمتو شوي دي. موږ د خپلو شریکانو سره یو ځای کار کوو ترڅو ښوونیزه منځپانګه د افغان زده‌کوونکو لپاره تنظیم او پلی  کړو.

زمونږ کورسونه

څنګه کولی شم د درخت دانش کورسونو ته لاسرسی ومومم؟

زموږ د کورسونو په اړه د معلومات ترلاسه کولو لپاره، دا لنډ ویډیو کلیپ وګورئ. تاسو کولی شئ د درخت دانش کتابتون کې له موجودو بېلابېلو او متنوعو سرچینو څخه په وړیا توګه استفاده وکړئ. راځئ چې پیل وکړو!

د نورو ویډیو کلیپونو او محتویاتو د کتلو لپاره، زموږ د درخت دانش کتابتون او زموږ یوټیوب چینل ته ورشئ چې له ۰۰۵ څخه زیات ویډیو کلیپونه لري.

په یوټیوب کې نور ومومئ!

زموږ د ناهمزمانه کورسونو ته لنډه کتنه

د رواني زیان لیدنې…

د رواني زیان لیدنې…

د لوستلو اساسات/د لوستلو…

د لوستلو اساسات/د لوستلو…

د لوستلو اساسات/د لوستلو…

د لوستلو اساسات/د لوستلو…

د جنسیتی اپارتاید د…

د جنسیتی اپارتاید د…

د ډیجیټلي اقتصاد ځواک…

د ډیجیټلي اقتصاد ځواک…

په کانادا کي د…

په کانادا کي د…

د سمون اصول د…

د سمون اصول د…

د ټولشموله زده کړې…

د ټولشموله زده کړې…

د زده کوونکو رواني…

د زده کوونکو رواني…

Introduction to Modern Nutrition

Introduction to Modern Nutrition

څنګه انلاین تدریس وکړو؟…

څنګه انلاین تدریس وکړو؟…

د انلاین یا پرلیکه…

د انلاین یا پرلیکه…

څنګه پرلیکه یا انلاین…

څنګه پرلیکه یا انلاین…

په ښوونه او روزنه…

په ښوونه او روزنه…

د نوو زده کوونکو…

د نوو زده کوونکو…

د اغیزمن درسي پلان…

د اغیزمن درسي پلان…

جنسیتي نابرابرۍ ته ځوابویونکي…

جنسیتي نابرابرۍ ته ځوابویونکي…

د انجینرۍ او ساینس…

د انجینرۍ او ساینس…

د انټرنټ خوندي کارونه

د انټرنټ خوندي کارونه

Basic Trauma Training –…

Basic Trauma Training –…

د ډیجیټلي یا الکرونیکي…

د ډیجیټلي یا الکرونیکي…

د ناهم‌زمانه زده‌کړې ګټې


ناهمزمان کورسونه ډېرې اسانتیاوې وړاندې کوي، لکه:


 انعطاف وړ  
زده‌کونکي کولای شي په هغه وختونو کې چې دوی ته مناسب وي، کورس تعقیب کړي او ازموینې ورکړي. دا کار به دوی ته د زده کړې، کار، کورنۍ سره د وخت تیرولو، او نورو فعالیتونو سره د توازن جوړولو امکان ورکړي.

 د لاسرسی اسانتیاوې  
ناهم‌زمان کورسونه هغه خنډونه چې د وخت توپیر له امله منځته راځي له منځه وړي او په دې توګه خلکو ته اجازه ورکوي چې پرته له دې چې د ژوند کولو ځای او یا د زده‌کړو تاریخچه ته پام وکړي، زده‌کړې وکړي.

 شخصي کول  
ناهم‌زمان کورسونه زده‌کوونکو ته دا امکان برابروي چې یو درس څو ځله ولولي، وقفه واخلي، او بیا یې تکرار کړي، او همدارنګه ازموینې څو ځله تکرار کړي او د خپلو زده کړو شیوې سره سم درسونه یاد کړي.

 افلاین زده‌کړی  
زده‌کوونکي دا امکان لري چې یو کورس د مودل اپلیکیشن په واسطه خوندي کړي او په دې توګه کله چې انټرنیت نلري، هغه ولولي پرته له دې چې په تدریس طریقه کې یې کوم بدلون راشي.

 د تصدیق نامې ترلاسه کول  
زده‌کوونکي د یو کورس له بریالي پای ته رسولو وروسته په اوتومات ډول تصدیق‌نامه ترلاسه کوي. د تصدیق‌نامې ترلاسه کول د کورس شرایطو پوره کولو پورې تړلي دي، په شمول د ټولو درسي فعالیتونو بشپړول او په ازموینو کې د ٪۰۷ څخه پورته نمرې ترلاسه کول.

زموږ همکاران ومومئ

نهاد Afghan Female Student Outreach – AFSO د

د افغانستان له ټولو ولایتونو څخه زده کونکي مني ترڅو د پوهنتون بې کریډیټه سیمینارونو کې ګډون وکړي، چې له لرې لار په تعین شوي وختونو کې تدریس کېږي، په دې سیمینارونو کې له انجنیري څخه نیولې تر شعر او ادبیاتو پورې مضامین تدریس کیږي.

د کورسونو لېدنه

نهاد Girls on the Path of Change Academy – GPC د

د CPG اکاډمي د افغانستان د ځوانو نجونو او مېرمنو لپاره د انګلیسی ژبې وړیا کورسونه وړاندې کوي.

 
د کورسونو لېدنه
همدا اوس زه په کومو کورسونو کې شاملیدای شم؟

کله چې تاسو نوم لیکنه وکړ او خپل حساب ته ننوتئ تاسو کولی شئ د خپل سایټ په هومپاڼه کې د ټولو موجودو کورسونو لست وګورئ.

د درخت دانش کورسونو ته لاسرسی
زه په دې کورس کې له تخنیکي ستونزو سره مخ یم.

که په کورس کې د تخنیکي ستونزو سره مخ شوئ؛ مهرباني وکړئ زموږ له تخنیکي ډلې سره اړیکه ونیسئ.

زموږ د تخنیکي ډلې سره د اړیکې لپاره دلته کلیک وکړئ.
آیا کورسونه یوازې په انګلیسي ژبه دي؟

نه، تقریباً زموږ ټول کورسونه په دري، پښتو، او انګلیسي ژبو کې دي. د کورس ژبه بدلولو لپاره د خپل پروفایل عکس باندې کلیک وکړئ او بیا د «ژبه» په برخه کې هره ژبه چې غواړئ، وټاکئ.

د درخت دانش کورسونه په انګلیسي ژبه
د درخت دانش کورسونه په دري ژبه
ما خپل کارن نوم/پاسورډ هیر کړی دی. څه باید وکړم؟

تاسو کولی شئ د پاسورډ بدلولو پاڼې ته په تللو سره خپل رمز یا پاسورډ بدل کړئ. کله چې پاڼه پرانیزئ، خپل حساب د ایمیل یا کارن نوم په ټایپ کولو سره ولټوئ. که تاسو خپل معلومات سم ورکړئ، نو تاسو به د خپل ایمیل له لارې د پاسورډ بدلولو لینک ترلاسه کړئ.

پټنوم بیا تنظیم کړئ
څنګه خپلې نمرې وګورم؟

د کمپیوټر په واسطه خپل د درخت دانش حساب ته ننوځئ، بیا خپل کورس ته لاړ شئ او په نمرې برخې کلیک وکړئ.

د درخت دانش کورسونو ته لاسرسی
ما کورس بشپړ کړی، څنګه کولی شم خپل سند ترلاسه کړم؟

تاسو به خپله فراغت سرتفکیټ د کورس د سرتفکیټ برخې څخه ترلاسه کړئ. همدارنګه، د کورس له بریالۍ بشپړولو وروسته، ستاسو فراغت سرتفکیټ به ستاسو ایمیل ته واستول شي. په یاد ولرئ چې د سرتفکټ ترلاسه کولو لپاره باید د کورس ټول شرایط پوره کړئ او د پوښتنلیک فارم ډک کړئ.

د درخت دانش کورسونو ته لاسرسی
ما کورس ختم کړی، خو خپله د فراغت سرتفکیټ نه شم موندلی.

د کورس د بشپړولو شرایط وګورئ، آیا تاسو ټولې درسونه او ازموینې بریالیتوب سره بشپړ کړي دي که نه، او همدارنګه وګورئ چې آیا تاسو د پوښتنلیک فارم پوره کړی دی که نه. که تاسو ټول شرایط پوره کړي وي خو لا هم سرتفکیټ ترلاسه نه کړی وي، نو مهرباني وکړئ زموږ د تخنیکي ټیم سره اړیکه ونیسئ.

د درخت دانش کورسونو ته لاسرسی
زما نوم په سرتفکیټ کې غلط لیکل شوی دی.

تاسو کولی شئ خپل پروفایل وګورئ او خپل نوم او معلومات د قانوني اسنادو سره سمون ورکړئ. دا به ستاسو نوم په سرتفکیټ کې هم بدل کړي. په یاد ولرئ چې تر نوم بدلولو وروسته، خپل سرتفکیټ ترلاسه کړئ.

د درخت دانش کورسونو ته لاسرسی

عام پوښتنې

د ستاسو د ټولو عمومي پوښتنو د ځوابونو لپاره، مهرباني وکړئ زموږ د “عام پوښتنو” برخه وګورئ. په دې برخه کې تاسو کولی شئ د غړیتوب طریقه، د تصدیق‌نامې ترلاسه کولو شرایط، تخنیکي ملاتړ، او نورو پوښتنو ته ځوابونه ترلاسه کړئ. دا برخه به تاسو ته د درخت دانش ښوونځي په اړه ارزښتمن معلومات درکړي.

زه نشم کولای کورس کې نوم لیکنه وکړم.

۱ – آیا تاسو په درخت دانش کورسونو کې نوم لیکنه کړې ده؟ که نه، نو باید زموږ د نوم لیکنې یا راجستریشن برخې ته ولاړ شئ او خپل ځان ثبت کړئ. کله چې ستاسو حساب جوړ شو، د خپلې خوښې ور کورس د شمولیت فورمه ډکه کړئ.

۲ – وګورئ که ستاسو مطلوب کورس د عامې استفادې لپاره دی یا نه.

دلته نوم لیکنه وکړئ
څنګه د درخت دانش کورسونو کې نوم لیکنه وکړم؟

د درخت دانش کورسونو کې د نوم لیکنې لپاره لاندې تڼۍ باندې کلیک وکړئ. کله چې لینک خلاص شو، لطفاً تر پای پورې لاړ شئ او په “نوی حساب جوړول” کلیک وکړئ. خپل مشخصات دننه کړئ او د ثبت نام فورمه ولیږئ. کله چې ستاسو حساب تایید شو، تاسو سیستم ته دننه شئ او په هر کورس کې چې غواړئ شامل شئ.

تاسو همدارنګه کولی شئ له خپل ګوګل یا فیسبوک حساب څخه په کورسونو کې شامل شئ. د دې لپاره د ګوګل یا فیسبوک آیکونونو باندې کلیک وکړئ چې د نوم او رمز برخې لاندې دي.

دلته نوم لیکنه وکړئ
څنګه زه خپل ښوونکی سره اړیکه ونیسم؟

د درخت دانش کورسونه ناهمزمان دي او ښوونکی نلري.

د درخت دانش کورسونو ته لاسرسی
آیا کولای شم د کورس درسي ټوکې ډاونلوډ کړم؟

هو، زموږ د موبایل مودل اپلیکیشن په واسطه، تاسو کولای شئ یو بشپړ کورس ډاونلوډ کړئ.

د مودل اپلیکیشن ډاونلود کول
ایا د درخت دانش کورسونو کې زده کړه وړیا ده؟

هو، د دانش درخت کورسونو کارول د ټولو لپاره ازاد او وړیا دي.

د درخت دانش کورسونو ته لاسرسی

احصائیه: زموږ اغیزه

0

نوم لیکنه

0

د میلمه موسسو لخوا وړاندې شوي کورسونه

0

کورسونه

0

بشپړ شوي کورسونه

0

میلمه موسسې

د پوهې او نوښت په لور یو ګام!

د خپلو تعلیمي اړتیاوو په مطابق مختلفو کورسونو او سرچینو ته د لاسرسي لپاره زموږ پلټ فارم سره یوځای شئ!

سیستم ته ننوتل
نوم لیکنه

Footer

  • پښتو

Search

Connect with us

  • Bluesky
  • Facebook
  • Instagram
  • LinkedIn
  • YouTube

Terms of Use

Copyright © 2025 Right to Learn Afghanistan – All rights reserved.