د رواني روغتیا سواد یا زده کړې (Mental Health Literacy) کورس ته چې د ښوونکو لپاره چمتو شوی دی ښه راغلاست!
دا کورس په اصل کې د ښوونکو او تعلیمي څانګو لپاره ډیزاین شوی دی: په زده کړیزو څانګو کې هغو کسانو لپاره چې غواړي ښوونکي شي(کارآموزان)، د ښوونځیو ښوونکو، مدیرانو او نور مسلکي کسانو لپاره لکه: مرستیالان، ارواپوهان، د زده کړې ملاتړ کوونکي او همدارنګه د نورو لپاره چې د خپلې رواني روغتیا زده کړې پراختیا لپاره لېواله دي. حتې که تاسې ښوونکي نه یاست یا اوس مهال تدریس نه کوئ، دا کورس کولای شي ستاسو د کورنیو له وضعیت سره تړاو ولري او دوی ښه کړي.
featured
څنګه پرلیکه یا انلاین تدریس وکړو: د اړيکو رامنځته کول
د انلاین روزنې څرنګوالی کورس ته ښه راغلاست
دغه کورس پنځه څپرکي (فصلونه) لري. هر څپرکي بېلابېلې برخې لکه په مجله یا ژورنال کې د معلوماتو لیکل، فعالیتونه او مطالعې لري. د ۱-۴ څپرکې د تمرکز لپاره ځانګړې ساحې لري. لومړی څپرکی د زدهکړې پر اړیکو را چورلي (غور کوي). په دغه برخه کې درسونه او فعالیتونه یې ستاسو او زده کوونکو ترمنځ د زده کړې اړیکې رامنځته کوي.
څنګه انلاین تدریس وکړو؟ پېژندنه
له ليرې زده کړه د تدریس او زده کړې یوه لاره ده چې زده کوونکي او ښوونکي د وخت یا ځای له مخې جلا کېږي، په ټولګي کې نه لیدل کېږي، او د کورس د موادو شریکولو او خبرو اترو لپاره انټرنیټ یا بدیله وسیله کاروي. دا کولی شي په هر ډول تدریس اطلاق وکړي چې له دودیز ټولګي څخه بهر ترسره کېږي، په شمول د کاغذ پر مخ د لیک لوست کورسونه یا د ټیکنالوژۍ پر مټ وړاندې کېدونکې زده کړې، لکه درخت دانش کورسونو کې دا کورس. په دې کې هغه کورسونه شامل دي چې یو ښوونکی د زده کوونکو د ملاتړ لپاره شتون لري او همدارنګه هغه کورسونه چې زده کوونکي له وقف شوي ښوونکي پرته په خپله کار کوي. څرنګه چې انټرنیټ د ليرې واټن زده کړې وړاندیز کولو ترټولو عامه لاره ده، موږ به د ډېری برخې لپاره د ټېکنالوژۍ پر بنسټ سیسټمونو ته مراجعه وکړو، مګر هغه محتويات چې موږ یې دلته رانغاړو، د بل هر ډول انلاين زده کړې لپاره به هم پلي کېږي.
د رواني زیان لیدنې لومړنیو نښو پېژندنه
رواني صدمه پر یو چا باندې د یوې دردوونکې یا پرېشانوونکې تجربې/پېښې اغېزې دي چې کېدای شي دواړه احساساتي او فزیکي
نښې ولري او د یوه کس پر ورځني ژوند له بېلابېلو لارو اغېز کوي. په دې کورس کې د ابتدايي رواني صدمې پېژندنه تر بحث لاندې نيول کېږي. دا کورس ګډونوالو ته په انسانانو کې ابتدايي رواني صدمه ورپېژني، په لاملونو او ډولونو يې بحث کوي او له جګړې څخه د را پېښې صدمې
په اړه مطالعه. د کورس په پای کې به ګډونوال په انسانانو کې د رواني صدمې د لاملونو او پایلو په اړه لومړنۍ پوهه ولري. دا کورس د هغه ټولو کسانو لپاره ګټور دی چې رواني صدمه یې خپله تجربه کړې وي، داسې د کورنی غړي او يا ملګري ولري چې رواني صدمه يې ليدلې وي او
يا هم هغه کسان واوسي چې له رواني صدمه لرونکو سره کار کوي.
د کورس پېژندنه: رواني صدمه پر یو چا باندې د یوې دردوونکې یا پرېشانوونکې تجربې/پېښې اغېزې دي چې کېدای شي دواړه احساساتي او فزیکي نښې ولري او د یوه کس پر ورځني ژوند له بېلابېلو لارو اغېز کوي. په دې کورس کې د ابتدايي رواني صدمې پېژندنه تر بحث لاندې نيول
کېږي. دا کورس ګډونوالو ته په انسانانو کې ابتدايي رواني صدمه ورپېژني، په لاملونو او ډولونو يې بحث کوي او له جګړې څخه د را پېښې صدمې په اړه مطالعه. د کورس په پای کې به ګډونوال په انسانانو کې د رواني صدمې د لاملونو او پایلو په اړه لومړنۍ پوهه ولري. دا
کورس د هغه ټولو کسانو لپاره ګټور دی چې رواني صدمه یې خپله تجربه کړې وي، داسې د کورنی غړي او يا ملګري ولري چې رواني صدمه يې ليدلې وي او يا هم هغه کسان واوسي چې له رواني صدمه لرونکو سره کار کوي.
د ډیجیټلي یا الکرونیکي زده کړې بنسټیز مهارتونه
د کورس تشرېح: ډیجیټلي سواد په بیلابیلو ډیجیټلي وسایلو کې د یوه کس د اطلاعاتو موندنې، تفسیر او تشریح وړتیا ته ویل کیږي. په دې کورس کې هغه بنسټیز مهارتونه شامل دي، چې په ډاډمنه توګه د انټرنیټ کارونې، له اطلاعاتو څخه ګټې اخیستنې، او په مروجو
ډییجټلي وسایلو کې د ستونزو حل لپاره اړین ګڼل کیږي. دا کورس درې څپرکي (ماژولونه) لري، چې هر څپرکی یې په یوه ځانګړې برخه کې په ځانګړو مهارتونو متمرکز دی. دا کورس د ډیجیټلي سواد له پیژندګلوۍ پیل او د ښوونیزو موخو لپاره د کمپیوټر او انټرنیټ کارونې اساسات
تر پوښښ لاندې راولي. آخري څپرکی د رسنیز سواد باندې بحث کوي.
د انټرنټ خوندي کارونه
دا کورس د انټرنټ خوندي کارونې لپاره د اسټرالیا کمیشنري د منځپانګې پر بنسټ جوړ شوی دی. چې ویبپاڼې یې دا دی
دغه ویبپاڼه د ډېرو معلوماتو او مختلفو فعالیتونه څخه بډایه او د ښوونکو، والدینو، مېرمنو، ځوانانو او مشرانو لپاره نورې او اضافي سرچینې هم لري. د لا زیاتو معلوماتو لپاره د دوی ویبپاڼې ته سر ورښکاره کړئ.