د درخت دانش کورسونو ته لنډه کتنه
د درخت دانش کورسونو پلیټ فارم، یو آنلاین پلیټ فارم دی چې بېلابېل ناهمزمانه او ځانزده کورسونه افغانانو او نورو علاقمندانو ته وړاندې کوي. د دې پلیټ فارم ټول کورسونه په دري، پښتو او انګلیسي ژبو وړاندې کېږي. د یو کورس شاملېدو وروسته، زدهکوونکی کولی شي کورس د خپل مهالویش مطابق تعقیب کړي. د کورس د لوستلو په جریان کې، زدهکوونکی باید امتحانات ورکړي او تمرینات او فعالیتونه چې په کورس کې شامل دي هم ترسره کړي. د کورس له بریالي بشپړېدو وروسته، فارغینو ته د فراغت سند ورکول کېږي. د دې کورسونو موده د نورو پوهنتونونو کورسونو سره مطابق ده او داسې مضامین لکه د مسلکي وړتیا لوړول، د ژوند مهارتونه او نور هم پکې شامل دي.
د زده کونکو وړتیاوې زیاتول
په درخت دانش تعلیمي پلیټ فارم کې، نه یوازې هغه کورسونه چې د افغان مېرمنو لپاره د کاناډايي مېرمنو اورګانیزیشن لخوا لپاره جوړ شوي، بلکه نور کورسونه چې د معتبرو پوهنتونونو او اکاډمیکو بنسټونو لخوا چمتو شوي هم خپریږي. د هغو افغانانو د اسانتیا لپاره چې غواړي دا کورسونه تعقیب کړي، موږ دا کورسونه محلي کړو.
څنګه کولی شم د درخت دانش کورسونو ته لاسرسی ومومم؟
زموږ د کورسونو په اړه د معلومات ترلاسه کولو لپاره، دا لنډ ویډیو کلیپ وګورئ. تاسو کولی شئ د درخت دانش کتابتون کې له موجودو بېلابېلو او متنوعو سرچینو څخه په وړیا توګه استفاده وکړئ. راځئ چې پیل وکړو!
د نورو ویډیو کلیپونو او محتویاتو د کتلو لپاره، زموږ د درخت دانش کتابتون او زموږ یوټیوب چینل ته ورشئ چې له ۰۰۵ څخه زیات ویډیو کلیپونه لري.
زموږ د ناهمزمانه کورسونو ته لنډه کتنه
د ناهمزمانه زدهکړې ګټې
ناهمزمان کورسونه ډېرې اسانتیاوې وړاندې کوي، لکه:
انعطاف وړ
زدهکونکي کولای شي په هغه وختونو کې چې دوی ته مناسب وي، کورس تعقیب کړي او ازموینې ورکړي. دا کار به دوی ته د زده کړې، کار، کورنۍ سره د وخت تیرولو، او نورو فعالیتونو سره د توازن جوړولو امکان ورکړي.
د لاسرسی اسانتیاوې
ناهمزمان کورسونه هغه خنډونه چې د وخت توپیر له امله منځته راځي له منځه وړي او په دې توګه خلکو ته اجازه ورکوي چې پرته له دې چې د ژوند کولو ځای او یا د زدهکړو تاریخچه ته پام وکړي، زدهکړې وکړي.
شخصي کول
ناهمزمان کورسونه زدهکوونکو ته دا امکان برابروي چې یو درس څو ځله ولولي، وقفه واخلي، او بیا یې تکرار کړي، او همدارنګه ازموینې څو ځله تکرار کړي او د خپلو زده کړو شیوې سره سم درسونه یاد کړي.
افلاین زدهکړی
زدهکوونکي دا امکان لري چې یو کورس د مودل اپلیکیشن په واسطه خوندي کړي او په دې توګه کله چې انټرنیت نلري، هغه ولولي پرته له دې چې په تدریس طریقه کې یې کوم بدلون راشي.
د تصدیق نامې ترلاسه کول
زدهکوونکي د یو کورس له بریالي پای ته رسولو وروسته په اوتومات ډول تصدیقنامه ترلاسه کوي. د تصدیقنامې ترلاسه کول د کورس شرایطو پوره کولو پورې تړلي دي، په شمول د ټولو درسي فعالیتونو بشپړول او په ازموینو کې د ٪۰۷ څخه پورته نمرې ترلاسه کول.
زموږ همکاران ومومئ
نهاد Afghan Female Student Outreach – AFSO د
د افغانستان له ټولو ولایتونو څخه زده کونکي مني ترڅو د پوهنتون بې کریډیټه سیمینارونو کې ګډون وکړي، چې له لرې لار په تعین شوي وختونو کې تدریس کېږي، په دې سیمینارونو کې له انجنیري څخه نیولې تر شعر او ادبیاتو پورې مضامین تدریس کیږي.
نهاد Girls on the Path of Change Academy – GPC د
د CPG اکاډمي د افغانستان د ځوانو نجونو او مېرمنو لپاره د انګلیسی ژبې وړیا کورسونه وړاندې کوي.
همدا اوس زه په کومو کورسونو کې شاملیدای شم؟
کله چې تاسو نوم لیکنه وکړ او خپل حساب ته ننوتئ تاسو کولی شئ د خپل سایټ په هومپاڼه کې د ټولو موجودو کورسونو لست وګورئ.
زه په دې کورس کې له تخنیکي ستونزو سره مخ یم.
که په کورس کې د تخنیکي ستونزو سره مخ شوئ؛ مهرباني وکړئ زموږ له تخنیکي ډلې سره اړیکه ونیسئ.
آیا کورسونه یوازې په انګلیسي ژبه دي؟
نه، تقریباً زموږ ټول کورسونه په دري، پښتو، او انګلیسي ژبو کې دي. د کورس ژبه بدلولو لپاره د خپل پروفایل عکس باندې کلیک وکړئ او بیا د «ژبه» په برخه کې هره ژبه چې غواړئ، وټاکئ.
ما خپل کارن نوم/پاسورډ هیر کړی دی. څه باید وکړم؟
تاسو کولی شئ د پاسورډ بدلولو پاڼې ته په تللو سره خپل رمز یا پاسورډ بدل کړئ. کله چې پاڼه پرانیزئ، خپل حساب د ایمیل یا کارن نوم په ټایپ کولو سره ولټوئ. که تاسو خپل معلومات سم ورکړئ، نو تاسو به د خپل ایمیل له لارې د پاسورډ بدلولو لینک ترلاسه کړئ.
څنګه خپلې نمرې وګورم؟
د کمپیوټر په واسطه خپل د درخت دانش حساب ته ننوځئ، بیا خپل کورس ته لاړ شئ او په نمرې برخې کلیک وکړئ.
ما کورس بشپړ کړی، څنګه کولی شم خپل سند ترلاسه کړم؟
تاسو به خپله فراغت سرتفکیټ د کورس د سرتفکیټ برخې څخه ترلاسه کړئ. همدارنګه، د کورس له بریالۍ بشپړولو وروسته، ستاسو فراغت سرتفکیټ به ستاسو ایمیل ته واستول شي. په یاد ولرئ چې د سرتفکټ ترلاسه کولو لپاره باید د کورس ټول شرایط پوره کړئ او د پوښتنلیک فارم ډک کړئ.
ما کورس ختم کړی، خو خپله د فراغت سرتفکیټ نه شم موندلی.
د کورس د بشپړولو شرایط وګورئ، آیا تاسو ټولې درسونه او ازموینې بریالیتوب سره بشپړ کړي دي که نه، او همدارنګه وګورئ چې آیا تاسو د پوښتنلیک فارم پوره کړی دی که نه. که تاسو ټول شرایط پوره کړي وي خو لا هم سرتفکیټ ترلاسه نه کړی وي، نو مهرباني وکړئ زموږ د تخنیکي ټیم سره اړیکه ونیسئ.
زما نوم په سرتفکیټ کې غلط لیکل شوی دی.
تاسو کولی شئ خپل پروفایل وګورئ او خپل نوم او معلومات د قانوني اسنادو سره سمون ورکړئ. دا به ستاسو نوم په سرتفکیټ کې هم بدل کړي. په یاد ولرئ چې تر نوم بدلولو وروسته، خپل سرتفکیټ ترلاسه کړئ.
عام پوښتنې
د ستاسو د ټولو عمومي پوښتنو د ځوابونو لپاره، مهرباني وکړئ زموږ د “عام پوښتنو” برخه وګورئ. په دې برخه کې تاسو کولی شئ د غړیتوب طریقه، د تصدیقنامې ترلاسه کولو شرایط، تخنیکي ملاتړ، او نورو پوښتنو ته ځوابونه ترلاسه کړئ. دا برخه به تاسو ته د درخت دانش ښوونځي په اړه ارزښتمن معلومات درکړي.
زه نشم کولای کورس کې نوم لیکنه وکړم.
۱ – آیا تاسو په درخت دانش کورسونو کې نوم لیکنه کړې ده؟ که نه، نو باید زموږ د نوم لیکنې یا راجستریشن برخې ته ولاړ شئ او خپل ځان ثبت کړئ. کله چې ستاسو حساب جوړ شو، د خپلې خوښې ور کورس د شمولیت فورمه ډکه کړئ.
۲ – وګورئ که ستاسو مطلوب کورس د عامې استفادې لپاره دی یا نه.
څنګه د درخت دانش کورسونو کې نوم لیکنه وکړم؟
د درخت دانش کورسونو کې د نوم لیکنې لپاره لاندې تڼۍ باندې کلیک وکړئ. کله چې لینک خلاص شو، لطفاً تر پای پورې لاړ شئ او په “نوی حساب جوړول” کلیک وکړئ. خپل مشخصات دننه کړئ او د ثبت نام فورمه ولیږئ. کله چې ستاسو حساب تایید شو، تاسو سیستم ته دننه شئ او په هر کورس کې چې غواړئ شامل شئ.
تاسو همدارنګه کولی شئ له خپل ګوګل یا فیسبوک حساب څخه په کورسونو کې شامل شئ. د دې لپاره د ګوګل یا فیسبوک آیکونونو باندې کلیک وکړئ چې د نوم او رمز برخې لاندې دي.
څنګه زه خپل ښوونکی سره اړیکه ونیسم؟
د درخت دانش کورسونه ناهمزمان دي او ښوونکی نلري.
آیا کولای شم د کورس درسي ټوکې ډاونلوډ کړم؟
هو، زموږ د موبایل مودل اپلیکیشن په واسطه، تاسو کولای شئ یو بشپړ کورس ډاونلوډ کړئ.
ایا د درخت دانش کورسونو کې زده کړه وړیا ده؟
هو، د دانش درخت کورسونو کارول د ټولو لپاره ازاد او وړیا دي.
احصائیه: زموږ اغیزه
کاروونکي
د وروستۍ ۳۰ ورځې کتنې
کورسونه
بشپړ شوي کورسونه
میلمه موسسې
د میلمه موسسو لخوا وړاندې شوي کورسونه
د پوهې او نوښت په لور یو ګام!
د خپلو تعلیمي اړتیاوو په مطابق مختلفو کورسونو او سرچینو ته د لاسرسي لپاره زموږ پلټ فارم سره یوځای شئ!