
دا ویبپاڼه د زده کړې حق افغانستان بنسټ (رسمي نوم – د افغان مېرمنو لپاره د کاناډا مېرمنې) له لوري جوړه شوې ده. د افغانستان د زدهکړې حق بنسټ یو مرستندویه هغه دی، چې له ۸۹۹۱ کال را پدېخوا د افغانستان د بشري حقونو د ښه والي لپاره کار کوي او د جنسیتي برابرۍ پر بنسټ د زده کړو په برخه کې فعالیت کوي.

درخت دانش په پارسي/ دري ژبه کې د پوهې ونه یا د علم څانګه په مانا دی.
د درخت دانش اکاډمي (imedacA DD) په مجازي نړۍ کې د زدهکړو یوه ټولګه ده چې زرګونو افغانانو ته د زده کړو زمینه برابروي.
موږ باور لرو، چې ټکنالوژي کولای شي، د بشري حقونو د پایښت لپاره د زده کړو غوره فرصتونه رامنځته کړي. هر څوک د زده کړې حق لري او د درخت دانش په اکاډمي کې زموږ پرمختللي د ټکنالوژي وسایل نه یوازې د افغانانو د پوهې او معلوماتو کچه زیاتوي، بلکه ښوونکو او زده کوونکو ته هم د اوسني پېر مهارتونه ورښيې.
د درخت دانش اکاډمي ته ځغلنده کتنه:
کتابتون 

د درخت دانش کتابتون د افغانستان لپاره وړیا او د لاسرسي وړ تعلیمي سرچینې وړاندې کوي.
د درخت دانش کتابتون د تعلیمي سرچینو یو ډیجیټل مخزن دی چې د ښوونکو، محصلینو، زده کوونکو او هر هغه چا لپاره خلاصې تعلیمي سرچینې (REO) وړاندې کوي چې د مختلفو یا مشخصو تعلیمي مضامینو او برخو په اړه د نورو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره لیوالتیا لري.
زموږ ځانګړو سرچینو ته یوه لنډه کتنه
ښوونځي 

د درخت دانش ټولګي د افغان زده کوونکو لپاره پر لیکه یا انلاین د درسي ناستو وړاندیز کوي.
زموږ پلټفارم او د درخت دانش ټولګي د همهاله تدریس او زده کړې لپاره جوړ شوی دی، چې په مجازي بڼه له کوره د زده کړو اسانتیاوې برابروي.
هغه صنفونه چې موږ یې تدریس کوو:

اووم ټولګي

اتمه ټولګي

نهمه ټولګي

لسم ټولګي
کورسونه

زموږ غیر مستقیم تعلیمي کورسونه هغو کسانو ته د مطالعې فرصت برابروي چې غواړي د خپل مهالویش سره سم بشپړ کورسونه تعقیب کړي.
زموږ کورسونه په دري، پښتو، او انګلیسي ژبو کې وړاندې کېږي. موږ د افغانانو مهمو تعلیمي اړتیاوو ته په پام کې نیولو سره خپل تعلیمي بنسټ ته نوي کورسونه اضافه کړي دي، چې پکې د بې ځایه شوو افغانانو لپاره مسلکي کورسونه هم شامل دي.




